دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبلخ او لوګر ولایتونو کې د وسلو او ماینونو دوه پټنځایونه کشف...

بلخ او لوګر ولایتونو کې د وسلو او ماینونو دوه پټنځایونه کشف او ترلاسه شوي

ویب ډیسک

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د وسلو او مهماتو یو پټنځای کشف او ترلاسه کړی دی.
له یاد پټنځای څخه درې میله زیکویک وسلې، یو اندازه چاودېدونکي توکي، یو میل کلاشینکوف، دوه قبضې تومانچې، دوه کړۍ لاسي بمونه، یو اندازه تجهیزات او نظامي وسایل ترلاسه شوي، چې په تړاو یې دوه تنه نیول شوي دي.

همدارنګه؛ یادو ځواکونو د کومانډو او ملي اردو ځواکونو په همکارۍ د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په اببازک کلي کې هم یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د طالبانو د وسلو، مهماتو او ماینونو یو پټنځای کشف او ترلاسه کړی دی.
په دې عملیاتو کې د سړک غاړې د ماین جوړونې د یوې کارخونې د تخریب سربېره؛ یو اندازه وسلې، مهمات، شپاړلس کړۍ ماینونه او ۲۵۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي هم کشف او ترلاسه شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه