ویب ډیسک
د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړئ چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هېواد له کومانډو او هوايي ځواکونو سره یو ځای د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په “دهنو او لشکرخېل” کلیو کې د طالبانو له بریدونو د مخنیوي په پار یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د طالبانو نهه کسیزه ډله نیولې ده.
دې ډلې غوښتل چې د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې یو تهاجمي برید سازماندهي کړي.
د دې عملیاتو په لړ کې د یادې ډلې د نیول کېدو سربېره؛ ګڼ کلي هم د طالبانو له شتونه پاک شوي دي.
همداراز؛ ۱۲۵ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، یو ډز بي. اېم. یک او دوه کړۍ ماینونه هم ترلاسه شوي دي.
بل لورئ ته تر اوسه طالبانو په دې اړه خپل غبرګون نه ده څرګند کړئ.


