ویب ډیسک
طالبانو خپل نظامي کمېسیون ته سپارښتنه کړې چې که پر کلیو او کورونو د افغان حکومت عملیات متوقف نه شي پروړاندې دې یې اقدام وکړي.
طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې وروستیو کې د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د افغان ځواکونو له لوري د بهرنیانو په هوايي او استخباراتي ملاتړ د طالبانو او عامو خلکو په کورونو او کلیو هوايي بریدونه روان دي او که دا عملیات متوقف نه شي نظامي کمېسیون ته دنده سپارل کیږي څرنګه چې مناسب ګڼي اقدام وکړي.
طالبانو په دې اعلامیه کې ویلي، چې افغان ځواکونه د کندهار په ارغنداب او د بدخشان ولایت په نسی درواز ولسوالیو کې د دوی او عامو خلکو پروړاندې له هوا څخه بمباري کوي، چې دا ټول له امریکا سره د شوې توافقنامې خلاف عمل او ښکاره سرغړونه ده.
طالبان وایي د دوی نظامي کمېسیون به خپل اقدامات کوي خو که راتلونکي کې هر ډول پېښه کیږي مسوولیت یې د مقابل لوري پر غاړه دی.


