لیک: ډاکټر لطیف یاد
هورمز تنګی په فارس خلیج کې د بېړیو د تګ راتګ یوه نرۍ لار ده. سره له دې چې د اندازې له مخې کوچنی دی، خو هورموز تنګی په نړۍ کې د بېړيو یوه مهمه لار ده. دا نږدې ۹۶ ميله اوږدوالی لري او په تر ټولو تنګه برخه کې یوازې ۲۱ میله سور لري چې هر لور ته غځېدلې د بېړۍلارې یوازې دوه میله پراخې دي.
هورمز تنګی شمال ته د ایران له خاورې سره نښتی او په سوېل کې د عمان او متحده عربي اماراتو له خاورو سره. دا تنګی خلیج له عرب سمندرګي سره نښلوي.
دغه تنګی د نړۍ په کچه د خامو تېلو د تر ټولو سترو ټانکرونو د تېرېدو لپاره هم په کافي اندازه ژور دی او په منځني ختيخ کې د تېلو او ګازو ستر توليدوونکي او د دوی مصرفوونکي دواړه ترې کار اخلي.هم مهاله په لسګونو ټانکرونه دغه تنګي ته ور روان وي او یا ترې تېرېږي. هورمز تنګی په خلیج کې د تېلو د سترو صادروونکو هیوادونو لپاره چې اقتصاد يې پر تيلو او ګازو ولاړ دي مهم او حیاتي تنګی دی.
په ۲۰۱۸ کال کې سعودي عربستان په ورځ کې نږدې ۶.۴ میلیونه بېرله تېل له دغه تنګي واستول، په داسې حال چې عراق له ۳.۴ میلیونو ډېر، متحده عربي اماراتو نږدې ۲.۷ میلیونه بېرله او کویټ له دوو میلیونو بېرلو ډېر له دې لارې واستول.
ایران هم تر ډېره د خپلو تېلو د صادراتو لپاره پر همدې لار تکیه کوي.
قطر چې د اوبلن طبيعي ګاز تر ټولو ستر صادروونکی هېواد دی نږدې ټول ګاز د همدغه تنګي له لارې صادروي.
په دې وروستیو کلونو کې دا تنګی لا ډېر د اسیايي اقتصادونو لپاره مهم شوی دی.
په ۲۰۱۸ کال له دې لارې ډېر تېر شوي تېل چین، جاپان، سوېلي کوریا او هند ته تللي. امریکا متحدو ایالتونو هم په ورځ کې له ۱.۴ میلیونو بېرلو ډېر تېل له دې لارې وارد کړي.
برېتانیا هم له خلیج واردوونکي تېل له هورموز تنګي تېروي او د اوبلن طبيعي ګاز نږدې درېیمه برخه هم له دې لارې ورځي.
د ملګرو ملتونو د قوانینو له مخې هېوادونه اجازه لري چې له خپلو سواحلو ۱۲ سمندري میله (۱۳.۸ میله) لرې په سمندر کې خپل واک وچلوي.
د دې مانا دا ده چې د تنګي په تنګه برخه کې د بېړیو د تګ راتګ لارې ټولې د ایران او عمان په قلمرو کې تېرېږي.
خو له دې سره سره نړیوال کنوانسيونونه د پوځي کښتیو په ګډون بېړیو ته د دولتي قلمرو اوبو کې د تېرېدو حق ور کوي.
ایران ته اجازه ورکړل شوې چې د خپل قلمرو اړوند اوبو کې عمل وکړي، خو د بهرنیو کښتیو د تېرېدو د حق په بیه نه.
پټه دې نه وي کله ناکله چې امریکه یا انګریز ایران ته په غوسه شي نو خپلې جنګي او الوتکې وړونکې بیړۍ هلته ورته ودروي .
همدااوس هم هلته امریکایی او انګریزي بیړۍ ګزمې کوي ځکه ددوی اقتصادي ګټو ته دغه تنګی دزیات اهمیت نه برخمن دی.


