ویب ډیسک
د ایرنا خبري اژانس د خبر پراساس،اروپایي ټولنه، چین، فرانسه، المان ،روسیه، بریتانیا او ایران د یوې انلاین ناستې په پای کې توافق ته ورسېدل،چې په دې اړه به راتلونکې اونۍ په وین ښار کې خبرو ته دوام ورکړي.
د راتلونکې اونۍ د ناستې هدف پر ایران د بندیزونو لغو کېدو څرنګوالی او د ایران له لوري د شویو ژمنو عملي کېدل ښودل شوي دي.
یوشمېر رسنیو خبر ورکړی، چې ټاکل شوې چې امریکا هم راتلونکې اونۍ په دې مذاکراتو کې برخه واخلی.


