یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچین : د امریکا افغانستان کې د حضور هدف د چین...

چین : د امریکا افغانستان کې د حضور هدف د چین کنټرولول دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت: افغانستان کې د امریکا د حضور یو د نسل وژنې په اړه د لویدیځو هیوادونو د څرګندونو په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر د دفتر رئیس د ۲۰۱۸ کال هغه ویډیو خپره کړې چې وایي افغانستان کې یې د حضور هدف د چین کنټرولول دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې يوې خبري ناستې ته ددې ويډیو په خپرولو سره ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر کولن پاول د دفتر رئیس په خپله وایي چې افغانستان کې یې د حضور یو هدف د چین کنټرولول او دویم هدف یې سینکیانګ ایالات کې د شل میلیونه مسلمانانو حضور دی، چې په وینا یې که یې سي ای اې وغواړي له دې لارې چین بې ثباته کولی شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي حقيقت دا دی چې د سنکیانګ مسئله قومي، مذهبي يا بشري نه ده، بلکې د بېلتون پرضد، د ترهګرۍ پر ضد او د بهرنۍ لاس وهنې پر ضد مسئله ده او د نوموړې په خبره د امريکا او لوېديځو هېوادونو د درواغجنو او ناسمو معلوماتو پروپاګند هدف دا ده چې د چين سوله ييز چاپېريال او امنيت ته زيان ورسوي او د چين د پرمختګ په وړاندې خنډونه رامنځته کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه