یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد سولې مذاکراتو راتلونکی پړاو په هېواد کې د سولې او...

د سولې مذاکراتو راتلونکی پړاو په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره مهم ده

ویب ډیسک

کابل – بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د ترکیې له سفیر، اوغوزخان ارطغرول سره وکتل.

ښاغلي اتمر د آسیا زړه – استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو په نهمې غونډې کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له ګډون څخه په ستاینې سره، له افغان حکومت او خلکو سره په بیلا بیلو برخو کې د انقرې د دوامداره ملاتړ له امله مننه وکړه او د ترکیې په کوربه توب، د سولې مذاکراتو راتلونکی پړاو یې په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره مهم وباله.

وروسته، دواړو لوریو په ترکیه کې د سولې خبرو راتلونکي پړاو لپاره د چمتووالي په اړه، د غونډې نیټې او اجنډا، د پلاوي ترکیب، د نړیوالې ټولنې څخه ګدونوالو او د ترکیې له غونډې څخه د توقعاتو په اړه خبرې وکړې. په دې برخه کې د همغږۍ غونډو ته دوام ورکولو پرېکړه هم وشوه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه