ویب ډیسک
د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر په کابل کې د چین له سفیر، وانګ یو سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او په ترکیه کې د سولې د راتلونکي پړاو د ترسره کیدو په اړه، خبرې وکړې.
بهرنیو چارو وزیر د سولې بهیر او د اقتصادي او امنیتي اړیکو د پراختیا په ګډون، په بیلابیلو برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پراخولو او همکاریو لپاره د چین هیواد کې د موجوده ارادې ستاینه وکړه.
ښاغلي اتمر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو او په سیمه کې د چین مهم موقعیت باندې په ټینګار سره، د افغانستان د سولې خبرو اترو بریا لپاره د سیمه ایزې اجماع په رامنځته کولو کې د چین د اغیزمن رول په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې، د چین سفیر بهرنیو چارو وزیر ته د سولې له بهیر څخه د خپل هېواد د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.
همداراز، دواړو لوریو د ترکیې کې د افغان سولې د کیدونکې غونډې د اجنډا، د برخه والو ترکیب او د دې مهمې غونډې څخه د افغانانو او نړیوالې ټولنې توقعاتو په اړه خبرې وکړې.


