یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهحنیف اتمر د فرانسې بهرنیو چارو له وزیر سره د تلیفون له...

حنیف اتمر د فرانسې بهرنیو چارو له وزیر سره د تلیفون له لارې خبرې کړې

ویب ډیسک

کابل – بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر ژان ايو لودريان سره د تلیفوني خبرو پرمهال، د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د افغانستان د سولې بهیر او د له دغه بهیر څخه د فرانسې د ملاتړ په هکله خبرې وکړې.

بهرنیو چارو وزیر د فرانسې په پلازمېنه پاریس ښار کې د  احمدشاه مسعود په نوم، د يوه سړک نومولو لپاره د فرانسې اقدام څخه ستاینه وکړه او دا يې د سولې او آزادۍ لپاره د دواړو هېوادونو د خلکو هیلو پوره کولو کې، لوی وياړ وباله.

ښاغلي اتمر د افغانستان د سولې له بهیر، د ولسواکو ارزښتونو او بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو حقونو د ساتنې لپاره د فرانسې ملاتړ پر اهمیت خبرې وکړې او له افغانستان سره د هغه هېواد د ملاتړ او همکاریو پر دوام، خبرې وکړې.

ښاغلي لودریان افغانستان کې د تلپاتې سولې تأمین حياتي وباله او د خپل هېواد ژمنې یې د ولسواکو ارزښتونو، بشري حقونو او په افغانستان کې د تلپاتې سولې د رامینځته کولو لپاره د خپل هیواد د ملاتړ په دوام ټینګار وکړ.

دواړو لوریو د افغانستان او فرانسې ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې لمانځلو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو د دوستۍ هوکړه لیک د بشپړ پلي کیدو، د افغانستان د سولې بهیر د بریا، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ساتنه او په افغانستان کې د تلپاتې او عادلانه سولې د رامنځته کیدو لپاره د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام ټینګار وکړې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه