ویب ډیسک
کندهار کي د خرقې مبارکې پر ودانۍ دوه هاوانونه لګېدلي،خو زیان نه لري.
کندهار ولایت کې ځایي چارواکي وایي، دوه هاوانونه توغول شوي چې یو یې د خرقې مبارکې په صحن او بل پر یوه ونه لګېدلی چې زیان نه لري
خرقه مطهره د کندهار ولایت مقام د ودانۍ تر څنګ پرته ده.
د خرقې مطهرې متولي مسعود اخندزاده ځای رسنۍ ته وویل، دوه هاوانونه توغول شوي چې یو یې د خرقې مطهرې په صحن او بل پر یوه ونه لګېدلی چې زیان نه لري.
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه هاوانونه له کوم لوری چا توغولي دي.
امنیتي چارواکي وايي، په دې اړه پلټنې کوي.


