دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکندهار کې ۳۰ طالبان ووژل شول

کندهار کې ۳۰ طالبان ووژل شول

ویب ډیسک
د کورنیو چارو وزارت په خپله خپره شوې اعلامیه کې ویلی دي چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د کندهار ولایت په ژېړۍ ولسوالۍ او د کندهار ښار په تیمور سیمه کې د یوه ځوابیه برید په ترڅ کې ۳۰ طالبان وژلي دي.

 

امنیتي او دفاعي ځواکونو د کندهار ولایت په ژېړۍ ولسوالۍ کې تېره ورځ د ترهګرو د بریدونو د شنډولو په موخه عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۱۲ طالبان وژلي او د شپږ عرادې موټرسایکلونه یې له منځه وړي دي.

همداراز دې ځواکونو د کندهار ښار په تیمور سیمه کې د یوه بل ځوابیه برید په ترڅ کې هم ۱۸ طالبان وژلي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه