دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد مېکسم ګورکي مور

د مېکسم ګورکي مور

ليک او تبصره : ولي څاروان

که چېرې نړۍ يو ځل بيا هغه د پخواه په څېر د وحشت په ژوند کې شکېل شي نو د دې وحشت د ژوند څخه د خپلو ځانو د خلاصون لپاره به خلګ د شلمې پېړۍ د تاريخ پاڼې ګوري. ځکه چې شلمې پېړۍ د تاريخ په پاڼو کې يو داسې ځاى نيولى چې پاڼې به يې مدام زرزرينې ښکارېږې او لوستونکي به يې ورته ګوته په غاښ پاته کېږي.
شلمې پېړۍ په تاریخ کې خپل ځان د انقلابونو بنسټګر ښودلې ده. د دې سترې کاميابۍ لامل دا وو چې د هغه وخت انقلابيانو د ښکېلاکګرو، زورواکانو، پانګوالانو، او د فيوډالانو د منګلو څخه د خلاصون لپاره په خلګو کې د شعور راوستلو او د دغو بورژوازانو په وړاندې د راپارولو لپاره د لسګونو کلنو لار د کتابونو د خپرېدو له لارې کمه کړې وه. چې په دغو کتابونو کې سرغنه کتاب د روسیې د نامتو انقلابي شاعر او لیکوال ميکسم ګورکي په لاس ليکل شوى د (مور) په نامه يو ناول دى. چې د شلمې پېړۍ په اوله لسيزه يانې په ١٩٠٧ کې په لومړي ځل په روسیه او بيا په نورو هېوادونو کې خپور شو. چې د خپرېدو څخه يې سم لس کاله وروسته په روسیه کې خلقي انقلاب راغلى.
د ياد ناول په خپرېدو سره سم پانګواله او بورژوازه طبقه په لړزېدو شوله. ځکه چې ناول په خپل ځان کښې هر هغه څه رانغښتې دي چې خپل لوستونکي په دې پوهوي چې پرولتاريه طبقه د تقدير له لورې نه بلکې د بورژوازو او پانګوالو د قبضه ګرۍ او د جبر له لورې جوړه شوې ده. او و دې ته يې چمتو کوي چې موږ څنګه کولاى شو چې د دغو زورواکانو او فيوډالانو د منګلو څخه د خپلو ځانو لپاره د خلاصون تګلاره وټاکو.
د ياد ناول مرکزي کردار پلاګېيا نيلوفنا چې د (مور) په نامه ماسېوا وه اداکړى او د دې زوى پاول ولاسوف د ناول د هيرو په بڼه ښکاره شوى. ناول تر ډېره حده پورې پر ريښتوني واقعياتو باندې ليکل شوى. چې په دې کې پخپله د ليکوال د سترګو ليدلي پېښې او د دۂ د ملګري پيتر زالوموف او د هغه د انقلابي مور انا کيريلوفنا ( کوم چې ګورکي په خپل ناول کښې د پاول او د (مور) نيلوفنا په نامه تمثیل کړي) انقلابي حلې ځلې د دوئ ريښتونې مبارزه او هغه ستونزې او مابسونه کوم چې دوئ په دې لاره کښې ګاللي وه ګورکي د خپل د قلم تر څوکې لاندې د ٥٢١ پاڼو په کتاب کښې خوندي کړي. چې وروسته دا کتاب د مور په نامه و نومېدى.
د پيتر زالوموف او د هغه د مور کيريلوفنا په انقلابي مبارزه باندې ځان خبرولو د پاره ډېرو وګړو د کتاب اخيستلو خوښونه وکړه. چې په دې ډول په ډېر لږ وخت کښې د ميليونونو په شمېر د کتاب پلورل وشوه. او د لسګونو په شمېر په بېلابېلو ژبو کښې يې ژباړې وشوې.

د انقلابي کسانو له لوري په ډېرو ځايونو کښې د ياد ناول ښه يادونه شوې ده. چې پخپله د روسیې د خلقي انقلاب بنسټګر لينن په يوه مرکه کښې د ياد ناول په حقله وويل چې ” دا کتاب يو ډېر اړين کتاب دى ډېرو کارګرانو به په انقلابي نهضت کښې په غير شعوري او تصادفي توګه برخه اخيستله، چې اوس هغوى د (مور) په لوستلو سره سترې ګټې تر لاسه کوي. ډېر ښه د موقع او په خپل وخت کتاب دى.”
د ناول ښووالى دا دى چي د خپل معرض د وګړو هغه که څه بورژوا طبقه ده او که څه پرولتاريه د هغوئ د ژوند کړه وړه ناسته پاسته او د ژوند د تېرولو لارې چارې يې په خپل ځان کښې رانغښتې دي. يانې د روسیې د ١٩١٧ انقلاب څخه مخکې د روسیې د وګړو د ژوند عکاسي کوي.
دا د ١٩١٧ﺀ روسي انقلاب څخه مخکې خبره ده که هم هغه وخت د روسیې حکومت خپل انتظامي چوکاټ درلود خو بيا هم د هغو کسانو سره چې د خپل بدن د خولو په تويولو سره يې د دوو وختو ډوډۍ پیدا کول د مېرې غوندې چلند کېداى. هغه ځکه چې د روسیې د حکومت انتظامي واګې د هغه وخت د ښکېلاکګرو، زورواکانو، پانګوالانو او يا د فيوډالانو په لاس کې وې. او دا واګې هم و دوئ ته د کاريګرې طبقې د غفلت او د سرناخلاصي څخه په لاس ورغلي وې. ځکه چې د هغوئ په وجود کې هغه انګېرنه (احساسات) چې په ژوند کې د لوړو خواهشاتو کولو او د هغه پوره کولو لپاره و سړي ته تکيه ورکوي په مړه خوب بيده وه.
کاريګرې طبقې يو داسې ژوند سباه کاوه چې کله به د فابریکې رخصتېدو توله ووهل شوه نو ځوانانو به د دې پر ځاى چې خپلو کورونو ته ولاړ شي د ميخانو پر لورې به يې مخه کړه او د مشروباتو په څيښلو سره به يې د خپلو هډونو و دردونه ته ټکور ورکاوۂ. د ځوانانو و راه راست ته راوستل د سپينږېرو تر وس تېره خبره وه ځکه چې سپينږيري په دې پوهېده چې د ځوانانو و مېکدې ته تګ له نيکونو له خوا څخه ورته په ميراث کې پاته شوى.

که څه هم د هغه وخت پسمانده وګړو د خپلو کارونو په اړه د خبرو کولو پرته نور څه نه شواى ويلاى خو بیا هم په دوئ کې ځينې ځېني داسې شعوري فکر لرونکو ځوانانو شتون درلودى چې د خپلو کارونو سره سره به يې د يو خپلواکه ژوند غوشتنه او د ظالم د ظلم په وړاندې هم ږغېدل. کله چې به دوئ ګويان شول نو ټوله نالوستي کاريګران به پر دوئ باندې چار چاپېره راټول شوه او ښه په ځېر به ورته غوږ شوه. ځکه چې د دغو شعوري ځوانانو تر خولې به داسې ويناوې راوتې چې په ځينو کاريګرانو کې به يې ويده احساسات رابيدارول او په ځينو کې به يې د يو نامعلوم شي په حقله د اميد رڼا پيدا کول.
پاول د دۂ ملګرى خوخل د دوئ دواړو محبوبې ( چې يو و بل ته يې د خپلو مينې د اظهار نه کولو لامل دا وو چې داسې نه مينه زموږ د اصلي ټاکل شوي مرام مخته خنډ وګرځي) ساشا او ناتاشا روبين او داسې نور ملګري د دغو شعوري فکر لرونکو څخه يو ډله وه.
پاول په څورلس کلنۍ کې د پلار له خواه يتيم پاته شي. د پلار تر مرګ وروسته د نورو کاريګرو په څېر دى هم په شراب څيښلو پيل وکړي. چې يوه ورځ يې مور ورته ووايي چې د پلار د خواه څخه دي ډېره ځورېدلې يم ته مې مه ځوروه. وروسته پاول کرار کرار د ميخانې د ځوانانو څخه خپل نږدېکت کمه وي. او په پټه و کور ته د کتابو په راوړلو پيل کوي.
مور يو ځل بيا په تشویش کې شي چې زوى يې په کم سن کې ولي دومره جدي دى ولي تر نورو کاريګرو بدل ښکاري. او يوه ورځ کتاب ورڅخه وويني او ورته ووايي چې زويه زه غواړم پوه شم چې ته په څه بوخت يې دا ته څه مطالعه کوې؟ پاول بې له دې چې خبره ايسته او دوري کړي ورته و وايي موري زه د حکومت له خوا منع شوي کتابونه لولم. چې هيڅ څوک يې نه شي لوستلاى ځکه دا کتابونه د کاريګرو د ژوند په اړه پوره حقايق بيانوي. که چېرې حکومت زما څخه دا کتابونه وويني هرومرو به ما بندي کړي.
مور د زوى د خبرو په اورېدو سره په خفګان کې شي چې د زوى و ژوند ته يې کوم خطر و نه رسي. کله چې يې زوى د ښځو د حقوقو په اړه خبرې وکړې مور تر ډېره حده ورسره رضامنده شي. پاول خپلې مور ته وايي چې سبا يې له ښاره څخه ملګري راځي ته باید ډاډه و اوسې.

د پاول ملګري د پاول کور ته راشي مور لږ ډارېدونکې غوندې شي خو د دوئ د نرمو او خوږو خبرو په اورېدو سره بيرته جدي شي. پاول هم کور ته راشي د پاول ملګري د مطالعې لپاره د پاول کور غوره ځاى وګڼي. او هم دا ډول دا سلسله روانه شي. مور ته په لومړي ځل د دوئ خبرې انتيکه ښکاري خو په کراره کراره ورسره عادي شي.

يوه ورځ مور د دوئ څخه د مزهب او د پادريانو په اړه خبرې واورېدې او په ژړا حلت کې ورته وویل تاسو چې هر څه غواړئ هغه ستاسو کار دى. خو تاسو زما خداى هم نه راپرېښووى. هغه پسې هم خبرې کوئ؟ پاول په جواب کي ورته وايي مورې موږ د هغه مهربان او رؤف خداى کوم چې ته ايمان باندې لرې په باره کښې خبرې نه کولې. موږ مقصد هغه خداى وو چې ملايان او روحانيان د هغه په واسطه سره عام او ساده خلګ د شلاغي په ډول بېروي. دوئ دغه خداى ته د خپل سوټي او کوتک شکل ورکړى دى. موږ هغه خداى ته بد وايو کوم چې دغه قاضيان، حاکمان، پاچاهان، روحانيان او نور متقلب کسان يې د خپلې ګټې د پاره کاروي.
دوئ به هره اونۍ د خلګو د پوهنې لپاره په فابريکو او نورو ځايونو کښې داسې پاڼې پاشلې چې په هغو کښې به د کاريګرو د حقوقو غوښتنې، د مئ د لومړۍ ورځې مظاهرې ته چمتوالى او د زورواکانو او پانګوالانو د ظلم په وړاندې خبرې ليکل شوې وې.
د پاول کور د سيمې دچارواکو نظر ځان ته جالب کړى وو. چې هر وخت به د دوئ کور ته د غير قانوني کتابو په لوستلو او په فابريکو کې د پاڼو غورځولو باندې د شک پر بنياد راتله. د چارواکو په ډېر راتګ سره دوئ هم عادت ونيو. د چارواکو د راتګ سره به ځېني وخت د دوئ کتابونه د اور د بخارۍ ګوله شوه. او ځينې مهم کتابونو به دوى تر خاورو لاندې کړه.
يوه ورځ چارواکي د شک پر بنياد د غير قانوني کتابو د ويلو په جرم کښې خوخول بندي کوي. او پاول بيا پر هغه وينا بندي کوي کله چې دۂ ته سپينږرى راشي او ورته وايي چې فابريکه د دوئ څخه د هغو ونو د کاټېدو پېسې اخلي کم چې د فابریکې مخته ولاړي دي چې د بې شمېره غوماشو پيداکولو څخه مرض خپروي.او دى د فابریکې د ريس په وړاندې کاريګرو ته په خپله وينا کې وايي چې د ونو کاټېده پخپله فابريکې خاوندانو ته ګټه کوي. دوى ته به مځکه خالي شي او ونې به يې خرڅي کړي. تاسو پيسې مه ورکوئ.
مور ته وېره پيدا شي چې د پاول او د خوخول د بندي کېدو سره به اوس هغه پاڼې فابريکو ته څنګه وړل کېږي که چېري يو نه وړل شي نو د چارواکو شک به په يقين بدل شي. نو د دې فکر راتلو سره سم مور ډېر په مېړانې سره د سوداګرې په بڼه د پاڼو وړل فابریکې ته پيل کړي. چې په دې ډول چاروکي په تشویش کې شي پر خوخول او پاول باندې د دوئ شک بې ځایه وو.
څه موده پس خوخول او پاول د بند څخه خلاصېږي. او مور ته د هغه مېړني کارستاينه ورکوي کم چې هغې د دوئ په نه شتون کې په سمر رسولى وو. او د دې وروسته خپل کار ته ادامه ورکوي او د مئ د لومړۍ ورځې د مظاهرې لپاره چمتوالى نيسي.

آخر کار هغه ورځ راورسېږي چې خلګ به داسې ورته انتظار وۂ لکه يو تنده لرونکى سړى چې د اوبو څيښلو ته انتظار وي. د کاريګرو رش کش وي او په روان حلت کې دا سندرې په خوله وي…
اې کاريګرو، راپاڅى، پورته شى
د تل د پاره دغه زوړ جهان پرېږدو
موږ د دې زاړه جهان خاورې له
خپلو پښو ليري کړو.
او داسې نورې.
مور په خپل زوى د ډېر وياړ کولو څخه پر ټټر روانه وي. لږ ساعت وروسته ټوله خلګ ودرېږي پاول د کاريګرو بېرغ په هوا کړي لکه د سرۂ مرغه څېر په ورپېږي. پاول او خوخول د مظاهرې مشرتوب په غاړه اخيستى وي. او په خپلو ويناوو يې د خلګو نظر و خپلو ځانو ته جالب کړى وي.
د مظاهرې په حال کې عسکر راشي ټوله خلګ منډې کړي يواځې يو څو تنه پر ميدان پاته شي عسکر د پاول او د خوخول د لاسونو د تړلو پر مهال بېرغ پر مځکه و غورځوي دوئ په سرو وينو ولړي خو بيا هم دوئ د اذادۍ نارې په خوله وي
د ظلم ماڼۍ به ونړېږي
او توده به قيام وکړي.
مور پر مځکه پروت بېرغ اوچت کړي چې د يو عسکر لخوا په سينه کې ووهل شي. ورته وايي اې بوډۍ ځه کورته ولاړه شه. خو دا بېرغ نه ايله کوي چې په ډېرو وهلو سره مور زوف (بېهوښي) وکړي.

په دا منځ کې دوې ورځې تېري شي نېکولاى راشي مور ته وايي چې ما د پاول او خوخول سره وعده کړې وه که يې چېري دوئ بند کړۂ زۂ به تا خپل کور ته د ځانه سره ښار ته بيا يم. مور چې کله ښار ته ولاړه شي هلته د نېکولاى د خور صوفيا سره د فقيرې په جامو کې ممنوعه پاڼې په کلو ګرځوي او د هغو کسانو تر لاسه پوري يې رسوي چې د پاول څخه يې خپل لار په دې وجې جلا کړې وه چې داسې نه د دوئ د تشدد څخه ډک فکر و پاول او ملګرو ته يې څه زيان ورسوي.
پاول په عدالت کې خپلې قضيې ته حاضرېږي قاضي ورته وايي چې پر تاسو باندې اريضه شوې ده چې تاسو د حکومت په وړاندې خلګ ګمراه کوئ ښځې بې لارې کوئ. آيا تاسو د خپل جرم په اړه څه ويل غوښت غواړئ؟ پاول په جواب کې ورته د حکومت د ناړو کارو په وړاندې غټ تقرير وکړي او ورته وايي ته چې يې د کم نظام د ساتنې د پاره پر څوکۍ کښېنولى يې و هغه نظام ته زما او ستا تر مېنځ يواځې دا توپیر دى چې ته په روحاني توګه د دغه نظام غلام يې او زه په بدني. اوس زما او ستا تر مېنځ د نظام د بدلېدو تر وخته پورې هيڅ پرېکړه نشي کېدلاى.

مور د خپل زوى تقرير په پټه چاپ کړي او پر خلګو باندې د هغه چاپ شوو پاڼو د ويشلو د پاره د ريل اسټېشن ته ولاړه شي کله چې دا ريل ګاډۍ ته وخېږي نو يو دوۂ عسکر يې په سترګو شي چې دا يې تعاقب کړې وي. عسکر د دې خوا ته ورروان شي د دې څخه د پاڼو بکس ولوېږي خلګ پر پاڼو حملې کړي. عسکر پر مور د سوکانو څو ګزار وکړي چې په دې حال کې مور زوف وکړي. کله چې په هوښ کې راشي نو ووايي چې ذهن او عقل د وينو په تويولو سره نه شي ډوبېدلاى. عسکر يې پر غاړه لاس کښېږدي او په خفه کېدو يې بنا وکړي چې د مور ساه په بندېدو شي.
پای

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه