دوشنبه, جون 15, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد وینې نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې د وینې اړتیا مخ په...

د وینې نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې د وینې اړتیا مخ په زیاتېدو ده

افغانستان کې د تلاسیمیا ناروغانو د شمېر زیاتېدو، د کانګو تبې د پېښو او ترافیکي پېښو له امله د وینې اړتیا لوړه شوې ده.

د وینې نړیوالې ورځې له نمانځنې سره هم‌مهاله، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مرکزي وینې بانک مسوولان وایي چې په هېواد کې د تلاسیمیا ناروغانو د شمېر زیاتېدو، د کانګو تبې د پېښو او ترافیکي پېښو له امله د وینې اړتیا لوړه شوې ده.

د وینې نړیواله ورځ هر کال د جون په ۱۴مه لمانځل کېږي. دغه ورځ د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د رضاکارو وینه ورکوونکو د ستاینې او د خوندي او منظمې وینې ورکونې د ارزښت په اړه د عامه پوهاوي لپاره ځانګړې شوې ده.

روغتیا نړیوال سازمان سږ کال د «د انسانیت یوه څاڅکي؛ وینه ورکړئ، ژوندونه وژغورئ» تر شعار لاندې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د وینې ورکول د انساني همبستګۍ او ټولنیز مسوولیت څرګندونه ده او د ناروغانو، د پېښو د ټپیانو، د زېږون پر مهال د ښځو او د مزمنو ناروغیو لرونکو کسانو د ژوند ژغورلو لپاره مهم رول لري.

دغه سازمان له هېوادونو غوښتي چې د رضاکارانه او دوامدارې وینې ورکونې فرهنګ پیاوړی کړي، څو د اړتیا پر مهال خوندي او کافي وینه موجوده وي.

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي وینې بانک رییس ډاکټر نیازګل نیازمند ویلي، چې په ټول هېواد کې د سیمه‌ییزو او ولایتي وینې بانکونو له لارې هر کال شاوخوا ۲۵۰ زره سي‌سي وینه راټولېږي او د اړتیا له مخې ناروغانو ته ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړې چې د ترافیکي پېښو د ډېروالي، د تلاسیمیا ناروغانو د شمېر د لوړېدو او ځینو ساري ناروغیو له امله د وینې غوښتنه ورځ تر بلې زیاتېږي.

بل لور ته، هغه ناروغان چې د درملنې لپاره وینې ته اړتیا لري، د رضاکارو وینه ورکوونکو ونډه د خپل ژوند د ژغورنې لپاره مهمه بولي او له خلکو غواړي چې د وینې ورکولو په بهیر کې فعاله ونډه واخلي.

د روغتیا برخې مسوولان ټینګار کوي چې رضاکارانه وینه ورکول نه یوازې د نورو انسانانو د ژوند ژغورلو لامل کېږي، بلکې د روغتیايي خدمتونو د دوام او د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم بنسټیز ارزښت لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه