دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپښتانه په رګ ويد کښې .

پښتانه په رګ ويد کښې .

لیک: نور اپریدی

پښتانه په رګ ويد کښې ـ که هر څو دا موضوع ډېره څيړلې شوې ده خو زما دا هڅه ده چې زه دا موضوع په اسانو لفظونو کښې بيان کړم او يو عام لوستونکے تر ې هم استفاده وکړے شي ـ

د پښتنو په رګ ويد کښې څلور ځايه ذکر شوے دے خو چې په کوم ځاے کښې ډير زيات ذکر کيږي هغه د لسو ملکانو جنګ دے ـ
په دې جنګ کښې د پښتنو قبيله يوه څرګنده او زوروره قبيله په نظر راځي ـ

دا کوم جنګ چې شوے د پوهانو په خيال ىاندې دا جنګ د راوي سيند په غاړه شوے دے ـ
دا جنګ د دووه ډلو ترمينځه شوے وو چې د اولنې ډلې نوم پنګه جانا يعني پنځه اولسه يا قبيلې وو ـ
دې ډله کښې دغه پينځه قبيلې وې چې نومونه ٸې زه دلته ذکر کوم : يادو ، تورواشا، درهيو ، انو پورو ـ
دويمه ډله چې د پښتنو ډله ګڼلے يا د پښتنو د علاقې ډله ګڼلے شي او د اباسيند د قبليٸزۍ غاړې قباٸل دي چې نومونه او علاقې ٸې پوهان دغه ښاٸي :

شيوا د دره کابل اوسيدنکي ـ

پکهتا يعني پښتانه د کرومو يعني کرمې او د ګوماتي يعني ګومل د درو اوسيدونکي ـ

الينا د نورستان يا پخواني کافرستان خلق ـ

بهالانا د دره بولان استوګن ـ

وشانن د ګندهارا د خطې استوګن يعني د پېښور خواشا علاقو استوګن ـ

په دې ټولو قبيلو کښې زمونږ کار د پکتهه سره دے چې پوهان ٸې د نن وخت پښتانه ښاٸي ـ د پوهانو په خيال باندې پښتانه د 1400 قبلې مسيح يعني د نن نه 3400 سوه کالو پخوا هم په دې زمکه سره د خپل نوم يا شناخت اباد وو ـ
د لسو قبيلو د جنګ نه علاوه په نورو ځايونو کښې هم د پښتنو يعني پکتها ذکر په رګ ويد کښې راغلے دے ـ دا لفظ يعني پکتها کله د بادشاه او کله د قوم دپاره پکارولے شوے دے ـ
د رګ ويد يوه فقره چې پکتها پکښې راځي واٸي چې :

بريګوس او درهيوس زر غوږ اونيوو ـ يو دوست بل دوست ته د دٶو لرې قبيلو په مينځ کښې خلاصے ورکړو ـ د پکهت ، بهالانه او ويشانن خلق راسره راټول شول ـ اريايي ملګري لارښونې ته او د تريستو قبيلې ته راغلل و د دوٸ راتلل له دې قبله وو چې دوٸ د جنګ سره مينه لرله ،،
يو بل ځاے کښې چې په رګ ويد کښې د پښتنږ ذکر کيږي نو واٸي :
اے اسونانو په خپلو جنګي ګاډو رتهونو سواره شې ـ په خپل زرين تخت کينې ـ اے هغه خلقو چې تاسو ډير دولت مند ٸې ـ هغه مرستې چې تاسو د پکتها او ادريګو سره اوکړې نو بابهيرو د خپلو دوستانو نه بيل شو ـ اے د سحر ستورو تادي اوکړٸ او زر راشې او کوم تکليف او ضرر چې پيښ شوے دے د هغې تابيا وکړې ،،
په رګ ويد کښې يو بل ځاے کښې چې د پښتنو ذکر د پکتهه په نوم راځي نو واٸي :

اے اندرا ته ډير لوٸ ٸې ـ له تا څخه خواست کوم چې مونږ ته پيورې غواګانې راکړه ـ لکه مدهـ باٸي تيا ته چې دې ورکړي دي ـ هغه شان چې د کتوا ټبر او د تراسا داسيو شهزاده او پکتهه او داسا ورجه ته دې ورکړي دي ،،

د رګ ويد کتاب په بل ځاے کښې د پکهته ذکر داسې کيږي :
هغه ډير ښه سندر غاړي ـ د جنګ په تود والي کښې دا دعا اووٸيله ـ چې په جنګ کښې په اسونانو برے اومومي ـ هغه وخت چې خورا سخي رب النوع اندرا د پکهت مور پلار اوژغورل نو په اوو هوتاګانو ٸې ير غل وکړو ـ شياوانا د ښکلو سوغاتونو وړاندې کولو په غرض هغه مذبح په ډيرو خوشبو دارو څيزونو سمبال کړو ـ تورياوانا چې د ټولو موجوداتو نه ښکلے اواز لري د نذر مشروبات د سيلاب په څير او بهيول چې زمکه زرغونه او اوبه اوکړي،،

په رګ ويد کښې د پښتنو د قبيلې نوم او د پښتنو نوم ښه په واضح ډول ليدے شو او دا خبره مونږ ښه په کلکه کولے شو چې پښتانه د دې خاورې خپل بچي دي هغه ځکه چې د دنيا د ټولو نه زوړ کتاب يعني رګ ويد کښې د دوٸ ذکر ښه په وثوق سره راځي ـ

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه