لیک: نور اپریدی
لکه څه رنګه د پښتنو دپاره د افغان نوم په مختلفو کتابونو کښې استعمال دے داسې د دې پښتنو دپاره يو بل نوم پټان بار بار هم خپلو هم پردو به خپلو کتابونو استعمال کړے دے چې زه به يې دلته د بحث لاندې راولم ـ
مونږ چې د پښتنو په حقله ړومبے کوم کتاب ګورو هغه د نعمت الله هروي مخزن افغاني کتاب دے ـ په دې کتاب کښې د پټان ټکي اصل ريشه هغه بطان ګڼي ـ يعني حضور ص دې پښتنو ته د بطان لقب ورکړو ـ بطان د کشتې لرګي ته وٸيلے شي ـ چونکۍ په عربې کښې پ او ټ نشته نو په دې وجه ٸې ورته بطان اووٸيل چې روستو دا تورے پټان شو ـ دا کتاب يعني مخزن افغاني د جهانګير په دور ١٦١٢ء کښې ليکلے شوے دے ـ خو د دې کتاب څه ماخذ نشته نو مونږ په سمه توګه نه شو وٸيلے چې بطان يا پټان به د حضور ص له خوا دې پښتنو ته استعمال شوے وي ځکه چې د دې خبرو ذکر نه په قران کښې شته نه په حديث کښې او نه د سيرت په کتابونو کښې شته او نه د دې خبرو څه درک په اسلامي کتابونو کښې لګي ـ
خو يو خبره ده چې دې پښتنو ته به د 1612ء نه اخوا هم د افغان سره د پټان نوم اخستے شو ـ
ما وٸيلي چې دا ده بني اسراٸيليت چې کومه نظريه ده دا اوس رد کړلې شوې ده او د رد کيدو ښه مصبوط دلاٸل زمونږ سره شته ـ
خلاصت الانصاب کښې هم دغه خبره کيږي چې پټان لفظ د پښتنو دپاره د حضور ص له خوا ورکړلے شوے دے داسې خورشيد جهاني هم دغه خبره هم داسې کوي ـ
ميجر راورټي په خپل د ګرامر کتاب کښې هم دغه ده مخزن افغاني خبره کوي چې پښتنو ته پټان نوم د حضور ص له خوا ورکړلے شوے دے ـ
مرګرسټيرن د پټان په حقله وايي چې ماته په پټان کښې د پشتان ريشه خکاري د هغه په خيال چې دا به پشتان وو او بيا به پټان شوے وي ـ
ځنۍ مورخين واٸي چې پټان نوم د مرهټو له خوا هغه وخت پښتنو ته ورکړلے شو چې کله احمد شاه بابا په مرهټو باندې حملې وکړې يا ٸې مرهټو ته ماتې ورکړله نو د پښتنو د تذليل دپاره دغه نوم پټ آن پرې کيښودل شو ـ
خو دا خبره ځکه د منلو وړ نه ده چې د احمد شاه بابا نه دوه درې سوه کاله اول مونږ پټان تورے د پښتو او فارسۍ کتابونو کښې ګورو ـ
تاريخ فرشته چې په فارسۍ ژبې کښې ليکلے شوے کتاب دے هغه د پټان تورے په حقله واٸي ـ چې کله پښتانه د غور د غرونو نه د هندوستان د بهار علاقې پټنه ته راغلل او خپلې کډې ٸې دلته واړولې يعنې دلته استوګن شو نو د دغې علاقې د نوم په نسبت يعني د پټنه په نسبت د هند خلقو به دې خلقو يعني پښتنو ته پټنه وٸيل چې روستو په پټان مشهور شو ـ
پټان ټکے يا نوم چې د پښتو په ادبياتو کښې د پښتنو دپاره څوک په اول ځا استعمالوي نو هغه مرزا خان انصاري دے چې د پيروښان مريد ګڼلے شي او تر ١٠٤٠هـ پورې ٸې ژوند يقيني دے ـ هغه په خپل شعر کښې واٸي ـ
څو د جهل په خوبونو کښې محکم ٸې
د مرزا وينا به څه اورې پټانه
که مونږ د مرزا شعر ته وګورو نو مرزا د مخزن افغاني نه اول دا شعر وٸيلے دے نو مونږ دا وٸيلے شو چې دا نوم يعني پټان د دې پښتنو دپاره لکه د افغان نوم د ډيرې پخوانې زمانې نه استعماليدل ـ
د پټان لفظ د دې پښتنو دپاره خوشحال بابا په خپلو شعرونو کښې هم راوړے دے او په خپل نثري کتاب دستارنامه کې ٸې هم راوړے دے ـ د بابا يو شعر د بيلګې په توګه۔
مهر دې له دله لکه مو له دله ورک شو
راشه ناترسې لور که ترکه لا پټاڼۍ
داسې نور هم زما سره د پټان په حقله ډير دليلونه شته چې دا نوم د دې پښتنو دپاره پکارولے شوے دے ـ اخره کښې به زه دا اوايم چې لکه پښتون څرنګه پښتنو ته په رګ ويد کښې اوٸيل شول نو داسې افغان ټکے د دې پښتنو دپاره په مستقل ډول د عربو د راتلو سره پکاريدل شروع شو ـ بيا پټان تورے د دې پښتنو دپاره هغه وخت شروع شو چې کله پښتانه د هند سره بلد شو نو دې پښتنو ته به هلته هنديانو پټان د خپلې غرٸيزې علاقې په وجه وٸيل يا د پټنې په وجه خو وٸيل به يې ورته ـ


