یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان پاکستان د ترانزیت او سوداګرۍ تړون (اپټا) کې د...

د افغانستان پاکستان د ترانزیت او سوداګرۍ تړون (اپټا) کې د لازمو تعدیلاتو په اړه مشورتي ناسته

ویب ډیسک
د افغانستانپاکستان د ترانزیت او سوداګرۍ تړون (اپټا) کې د لازمو تعدیلاتو په اړه مشورتي ناسته په کندهارولایت کې د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني، دپارلمان د غړو،د کندهار مرستیال والي ، د خصوصي سکتوراستازو،د کندهار کسبګرو او سوداګرو داستازو په ګډون ترسره شوه .

د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني د غونډې په پیل کې وویل چې زموږ موخه د اپټا تړون د تعدیل په هکله دهیواد، د سویل اوکندهار د صنعتکارانو او سوداګرو نظرونه او وړاندیزونه ترلاسه کول دي.

ښاغلي غوریاني زیاته کړه چې د دواړو هیوادونو د تخنیکي ډلو ترمینځ د اپټا تړون پرتعدیل کار روان دی ،د اپټا په نوې تړون کې د خصوصي سکتور نظریاتو او وړاندیزونو شاملول د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مشرتابه ،صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره خورا مهم او ارزښتناک دي .

په دې ناسته کې د کندهار د والي مرستیال، د ولسي جرګې غړو، د خصوصي سکتور استازو،د کندهار ولایت د سوداګرو او صنعتکارانو استازو د اپټا دتړون تعدیل په هکله خوښی وښوده، خپل نظریات او وړاندیزونه یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه سره شریک کړل.
په پام کې ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر به د خپل سفر په بهیر کې د یاد ولایت سوداګرو او صنعتکارانو سره،په کندهار او دهیواد، په سویلي برخو کې د خصوصی سکتورپروړاندې شتو ننګونو په اړه خبرې وکړي .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه