دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخوست کې درې طالبان د خپل لاسي ماین د چاودنې له امله...

خوست کې درې طالبان د خپل لاسي ماین د چاودنې له امله وژل شوي

ویب ډیسک

د کورنیو چارو وزارت له لورې ویل شوی چې د نیمروز، غزني، کندوز او لوګر ولایتونو د پولیسو منسوبینو د طالبانو له ۱۱ ماین چاودنو چې د ملکي مرګ ژوبلې لپار یې ځای پر ځای کړي وو، مخنیوی کړی دی.

د یادو ماینونو له منځه؛ په نیمروز کې اوه ماینونه، غزني کې دوه ماینونه، کندوز کې یو ماین او لوګر کې هم یو کړۍ ماین کشف او شنډ شوي دي.
په همدې حال کې؛ د خوست ولایت په صبرۍ ولسوالۍ کې هم درې طالبان تېره شپه د خپل لاسي ماین د چاودنې له امله وژل شوي دي.
خو په دې هکله طالبانو څه نه دی ویلي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه