دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامريکا په مرکزي اسيا کې د خپلو ځواکونو د ځای پر ځای...

امريکا په مرکزي اسيا کې د خپلو ځواکونو د ځای پر ځای کولو په لټه کې ده.

ویب ډیسک
له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د ممکنه ترهګريزو ګواښونو د مخنيوي په هدف امريکا په مرکزي اسيا کې د خپلو ځواکونو د ځای پرځای کولو په لټه کې ده.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د لوړ پوړو امريکايي ديپلوماتانو او نظاميانو له قوله راپور ورکړی, چې افغانستان څخه د ځواکونو تر وتلو وروسته له دې هيواد څخه د ممکنه ترهګريزو بريدونو څخه د مخنيوي په هدف امريکا هڅه کوي خپل پوځيان په تاجکستان, ازبکستان او ياهم قزاقستان کې ځای پر ځای کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سه شنبه ورځ د امريکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مکينزي ددې هيواد سنا ته ويلي چې له افغانستان څخه د سرتيرو تر ايستلو وروسته دا ډيره ګرانه ده چې له لرې دې هيواد کې ترهګر وڅاري او وځپي خو ناممکنه نه ده او دې همدې لپاره له ځينو هيوادونو سره خبرې روانې دي تر څو هلته ځواکونونه ځای پرځای کړو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه