ویب ډیسک
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د تحریک لیبک له خواه برمته امنیتي ځواکونه د یاد تحریک له لورې خوشي کړل شوی نوموړي په خبره، دغه بې قانونه غورځنګ د یکشنبې په ورځ دا پولیس په لاهور کې نیولي وو.
نوموړی وايي، د حکومت او دې غورځنګ ترمنځ به د دوشنبې په ورځ د خبرو بل پړاو پیل شي.
د یکشنبې په ورځ د پولیسو ویاند وویل، د تحریک لبیک لاریونوالو ۱۲ پولیس تر نیولو وروسته یرغمل کړي او د رینجرز ځواکونو دوه سرتېري هم له دې غورځنګ سره دي.
خو تحریک لبیک پاکستان بیا وايي، پولیسو یې د پرلت د ختمولو لپاره عملیات کړي او د دوی یې دوه پلویان وژلي دي، خو چارواکو لاهم د دغې ادعا په هکله څه نه دي ویلي.
د پاکستان په لاهور ښار کې د تحریک لبیک پاکستان او پولیسو تر منځ اخو ډب پرون یو ځل بیا زور واخیست.


