لیک: ډاکټر لطیف یاد
انګریزانو دخپلو استعماري موخولپاره په ۱۸۷۸ زیږدیزکا ل کې افغانستان سره د دویمې جګړې په پیل کې په اټک یا داباسین پر سیند د يو پل د جوړېدو کار په بېړه پېل کړ. دا دوه پوړيزه پل د نولسمې زیږدیزې پېړۍ د بریتانیا د انجينرۍ يوه بې سارې بېلګه وه. ګلډفورډ مول ورت د دې پل نقشه جوړه کړه. دوو انجينيرانو فرانسس کېلاهان او جانسن د هند بې شمېرو مزدورانو او مسلکي کسانو سره پرې کار وکړود ۱۸۸۱ م د جنورۍ په لومړۍ نېټه دا پل د موټرو لپاره پرانستل شو.په ۱۸۸۲ م کې د پېښورنه تر اټک د رېل ګاډي پټلۍ جوړه شوه چې د سيند پر غاړه یې وروستی تمځای و. بل کال ۱۸۸۳ زیږدیز کې د پل دویمه برخه جوړه شوه اودهماغه کال د مارچ په میاشتې کې يې دپل وروستۍ برخه جوړه کړه او د ۱۸۸۳ زیږدیز کال دمۍ دمیاشتې پر پنځمه نېټه د اټک پر پوله لومړی موټر او دهمدې میاشتې په ۲۴ نېټه بیا اورګاډی پرې تېر شو.
په پخوانیو وختونو کې تر اټکه پورې سیمه دافغانستان دخاورې یوه برخه وه .
داټک په اړه ډیرو پښتو شاعرانو شعرونه هم لیکلي دي او په پښتو کې داټک په اړوند موږ ځینې لنډۍ ( ټپې ) هم لرو چې زه به یې دلته ستاسو سره هغه شعرونه او ټپې شریکې کړم.
لومړي د اټک په اړوند دخوشال با با یو څو بیتونه راوړم:
چې پښتون شوم په داهسې سپینه ږیره
خدای مې بیا مکړه مغول وایم په ځیره
ومغول و ته به نن کړم اټک پوله
ملک به خلاص کړم دمغول دغال او غوله
(خوشال با با)
دخوشال با زوي او دزولنو او زنځیرونو شاعراشرف خان هجري چې کله داورنګزیب له خوا ونیول شو او بندي دهند جنوب ته بیچاپور ته ولیږل شو نو داټک نه دتیریدو په وخت کې یې دا بیتونه وویل :
ما هله دځان ماتم وکړو په وینو
چې اټک وته مې شا شوه په ژړا شوم
اوس به څه دوطن بوټي کاڼي ژاړم
درخصت سلام مې وکړ ترې جداشوم.
( اشرف خان هجري )
خوشال بابابل ځای په خپل یوه بیت کې داسې وایي:
درست پښتون له کندهاره تر اټکه
سره یو دننګ په کار پټ اوآشکار
ښاغلي عطایي ملابیا وایي :
ستا چي ياد ومه ځواني وه، تا چي هېر کړم اوس زړېږم
مست اټک وم بهېدمه، دروند خیبر سوم رانړېږم
عطايي ملا
دبښتو بل شاعرښاغلی ضیا ءالحق سېند بیا وایی:
وخت به راشي خپل اصیل بچیان به خپل کړم
وخت به راشي په اټک به زما کور وي
یو بل شاعر بیا داسې وایي:
دوطن بیرغ په پورته په اټک کړم
زه به وښایم پنجاب ته چې افغان یم
——–
چې تر څو مې په بدن کې سا چلیږي
دا به وایم تر اټکه مې وطن دی
بل شاعر بیا وایي :
دنړۍ هريوقام په خپله پوله اودريدلو
تۀ يې افغانه تادې پوله تراټکه نه کړه
(سيماب افغان خټک ګرګرۍ)
یو بل شاعربیا وایی:
که مي کښتۍ د امیدونو چیرته ډوبه نه شي
بیابه وګورې چی زه څنګه تر اټکه رسم
———–
یوه ورځ مې هم پکې سکون ونه لید
کور دامونه تر اټکه لرم
(اکبر سیال)
لکه چې ما دمخه هم وویل موږ په پښتو کې داټک په اړوند ځینې لنډۍ او ټپې هم لرو چې زه به تاسو ته یو څو لنډۍ ( ټپې ) چې داټک به اړوند لیکل شوي دي راوړم:
په اټک مه راپورې وځه
دلته جنډې دپښتنو ولاړې دینه
چې دآټک په پل رااوړې
دلته جنډې دباچا خان ولاړې دینه
تر اټک مه راپورې وځه
مینه دې زور شوه ځکه زه درځم مینه
که لروبر افغانان یو شول
ملي بیرغه په اټک دې رپومه


