دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهلوګر د ۳ بندونو تر څنګ د یو شمېر نورې پروژو چارې...

لوګر د ۳ بندونو تر څنګ د یو شمېر نورې پروژو چارې پيل شي.

ویب ډیسک

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري په خپل کاري دفتر کې د لوګر ولایت د ولایتي شورا وکیل ښاغلي سید قریب سادات او یو شمېر قومي مشرانو سره په دغه ولایت کې د اوبو مدیریت پراختیاي پروژو په اړه وکتل.

په دغې ناسته کې د لوګر ولایت قومي مشرانو د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو د تطبیق په برخه کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې کړنې او فعالیتونه وستائيل او په دغه برخه کې یې خپلې غوښتنې او اړتیاوې د دغې ادارې تخنیکي مرستیال سره شریکې کړې او د لا ډيرې پاملرنې غوښتنه یې وکړه.

وروسته د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري د لوګر ولایت قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې په ۱۴۰۰ کال کې به په دغه ولایت کې د( خروار، څرخ او سرخ آب) بندونو تر څنګ د یو شمېر نورو پراختیايي پرورو چارې پيل شي. چې دغه پروژې به د اوبو مدیریت، د کرنیزو ځمکو خړوبولو، د موسمي سیلابونو کنټرول او خلکو ته د کار پيدا کولو په برخه کې خورا ګټورې وي.

همدارنګه په دغه ناسته کې د باغ نات د تحکیماتو پروژې په اړه خبرې وشوې او لوګر ولس ته یې د تطبیق ډاډ ورکول شو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه