دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکندهار او پکتیکا کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

کندهار او پکتیکا کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

ویب ډیسک

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د پکتیکا ولایت د وازه‌خواه ولسوالۍ په زیارت کلي کې د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او د طالبانو تر منځ نښته کې درې طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي؛ چې په وژل شویو کسانو کې بهرني جنګیالي هم شامل دي.

همداراز؛ د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په خیبرغر سیمه کې هم د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې ۱۲ طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د دې عملیاتو په لړ کې تر دې مهاله د طالبانو ۱۵ کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه هم چې د ترورېستي پېښو په موخه یې ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ کړي دي.
خو طالبانو په دې اړه څه نه دی ویلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه