ویب ډیسک
امنيتي چارواکي وايي د ښار یوولسمه حوزې لومړی عینو مېنه کې یو ځانمرګی بریدګر هدف ته تر رسېدو مخکي چاودنه کړې او درې ملکيان ټپيان شوي دي.
په ورته وخت د کندهار پر هوايي ډګر هم پنځه توغندیز بریدونه شوي، خو د تلفاتو په اړه يې معلومات نشته.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د پنجشنبه په ورځ ولسمشر غني کندهار ولايت ته لاړ شي.
د ولسمشر له سفر نه مخته چاودنه او توغندي توغول شوې.


