ویب ډیسک
د کارکوونکو ظرفیت لوړول، د کارکوونکو د معنوي پانګې او وزارت د پرمختګ سبب ګرځي.
دغه خبرې د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج د وزارت د ظرفیت لوړولو مختلفو پروګرامونو څخه فارغانو ته، د تصدیق پاڼو ویشلو پروګرام کې و کړې.
بشیر احمد ته ینج د ظرفیت لوړولو مختلفو برنامو څخه فارغ شویو کارکوونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ و ویل: اړینه ده، چې د وخت سره ځان برابر او تغیر منونکي اوسو، نوموړي زیاته کړه: هغوی چې د زده کړو په لار کې خوله تویوي؛ د کار په میدان کې به بند او ناکام پاتې نه شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر فارغانو ته په خطاب و ویل: هغه څه مو چې زده کړي، په خپلو ورځینو چارو کې ترې ښه ګټه پورته او د وزارت د سرلوړۍ باعث و ګرځئ.
غونډه کې د بشري سرچینو رئيس فردوس فرخ امیري د خپلو خبرو په ترڅ کې د ظرفیت لوړولو پروګرامونو څخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبرۍ ملاتړ اړوند مننه و کړه، زیاته یې کړه: هڅه کوو، ورته پروګرامونه په مرکز او ولایتونو کې لا زیات جوړ کړو.
فرخ امیري وویل: له ښه مرغه چې روان مالي کال کې یوازې د ظرفیت لوړولو برخې ته ۳۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې، چې په مرکز او ولایتونو کې به د وزارت کارکوونکي ترې برخمن شي.
د ویلو دی، چې د ظرفیت لوړولو مختلفو پروګرامونو ( د کار حقوق، کار قانون، راپور لیکل، ادارې او مدیریت اساسات او بشري سرچینو مدیریت) څخه ۱۱۹ تنه مرکزي کارکوونکي برخمن او نن ورته د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبرۍ له خوا تصدیق پاڼې و ویشل شوې.


