دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه ننګرهار ولایت کې د ګلابوعطرو تولید.

په ننګرهار ولایت کې د ګلابوعطرو تولید.

ویب ډیسک
په ننگرهار ولایت کې د ګلابو د عطرو د پروسس فابریکه شتون لري، چې په دې برخه کې خپلې پانګونې ته زیاتوالی راوستی دی، د افغان روز فابریکه چې به ۱۳۹۲ لمریز کال کې د ګلابو اوبو او عطرو د تولید په برخه کې د یو لک او دېرش زره افغانیو په لومړنۍ پانګه اچونې سره پیل شوه ، اوس یې خپله پانګه یو ملیون او درې سوه زره افغانیو ته لوړه کړې ده.

دا فابریکه د ننګرهار ولایت اچین ، دره نور او سپین غر ولسوالیو څخه د ګلاب ترلاسه کوی او د ګلاب د حاصلاتو په موسم کې هره ورځ له دریو څخه تر شپږ ټنو د ګلابو اوبو د تولید وړتیا لری ،چې د د ننګرهارولایت یو شمیر اوسیدونکو ته یې دکارزمینه برابر کړې ده .

د افغان روز د ګلابو د عطرو د تولید فابریکې تیر کال له یو سل او لس ټنو ګلابو اوبو څخه ، یو سل لس زره لیتره ګلاب اوبه ترلاسه کړې وې چې یو شمیر بهرنیو هیوادونو ته یې خپل محصولات صادر کړې دي .
څرنګه چې د ګلاب ګل روغتیايې خواص لرې ځکه نو دهغې څخه په عصری او دودیزو روغتیایې چارو کې ګټه اخیستلو ترڅنګ ،په خوراکې او روغتیايې توکو کې هم کارول کیږې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه