دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبریتانیا:د امنیتي اندېښنو له کبله خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې افغانستان...

بریتانیا:د امنیتي اندېښنو له کبله خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې افغانستان ته دې سفر نه کوي.

ویب ډیسک
بریتانیا د امنیتي ګواښونو له امله خپلو اتباعو ته له افغانستان څخه د وتلو سپارښتنه کړې.
د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت د امنیتي اندېښنو له کبله خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې افغانستان ته دې سفر نه کوي.
دغه هېواد همدا راز افغانستان کې له خپلو مېشتو وګړو هم غوښتي چې د امنیتي خطرونو ډېرېدو ته په کتو دې له افغانستانه پر وتلو غور وکړي.

د بریتانیا د بهرنیو وزارت وايي د خطر د خبرداري کچه یې د دې لپاره لوړه کړې چې طالبانو په زغرده ویلي د می میاشتې تر لومړۍ نېټې وروسته ښايي بریدونه ډېر کړي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې هم راغلي چې افغانستان کې امنیتي وضعیت د اوس لپاره ښایي همداسې ناڅرګند پاتې شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه