ویب ډیسک
بریتانیا د امنیتي ګواښونو له امله خپلو اتباعو ته له افغانستان څخه د وتلو سپارښتنه کړې.
د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت د امنیتي اندېښنو له کبله خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې افغانستان ته دې سفر نه کوي.
دغه هېواد همدا راز افغانستان کې له خپلو مېشتو وګړو هم غوښتي چې د امنیتي خطرونو ډېرېدو ته په کتو دې له افغانستانه پر وتلو غور وکړي.
د بریتانیا د بهرنیو وزارت وايي د خطر د خبرداري کچه یې د دې لپاره لوړه کړې چې طالبانو په زغرده ویلي د می میاشتې تر لومړۍ نېټې وروسته ښايي بریدونه ډېر کړي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې هم راغلي چې افغانستان کې امنیتي وضعیت د اوس لپاره ښایي همداسې ناڅرګند پاتې شي.


