یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعربستان پاچا:سعودي عربستان علما او شخصا زه په افغانستان کې د سولې...

عربستان پاچا:سعودي عربستان علما او شخصا زه په افغانستان کې د سولې د تامین او تحکیم جدي ملاتړ کوو.

ویب ډیسک

جمهوررئیس محمد اشرف غني د سعودي عربستان پاچا خادم الحرمین الشریفین  سلمان بن عبدالعزیز سره ټلیفوني خبرو کې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکو، د افغانستان سولې پروسې او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

په دغه ټلیفوني مکالمه کې خادم الحرمین الشریفین وویل، د سعودي عربستان علما او شخصا زه په افغانستان کې د سولې د تامین او تحکیم جدي ملاتړ کوو. هغه زیاته کړه، هیله لرم وضعیت ښه او په راتلونکي کې له نږدې ووینو او پر دغو مسایلو لازیات بحث وکړو.

اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز وویل، د سولې د تامین په موخه د افغانستان د جمهوررئیس په توګه ستاسې مدبرانه رول او رهبري، ډېره مهمه ده.

هغه زیاته کړه، موږ د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا ته ژمن یوو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ترسره شویو هوکړو تطبیق د دغو اړیکو د لاژورتیا لپاره زیات مهم دی.

په پای کې جمهوررئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د سعودي عربستان د مرستو او همکاریو په ځانګړي ډول د سولې د تامین لپاره د خادم الحرمین الشریفین د هڅو قدرداني وکړه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه