یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهله ډاکټر زلمي خلیلزاد سره د جمهوررئیس غني لیدنه

له ډاکټر زلمي خلیلزاد سره د جمهوررئیس غني لیدنه

ویب ډیسک
جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل.

په دغه کتنه کې ډاکټر زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې بهیر په اړه جمهوررئیس ته د خپلو فعالیتونو په هکله راپور ورکړ.

جمهوررئیس غني له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د اړیکو د نوي فصل پیل ته په پام، په نویو واقعیتونو د سولې پروسې پر عیارولو ټینګار وکړ.

جمهوررئیس زیاته کړه، سوله د افغانستان خلکو او حکومت ته استعجالیت لري، خو دغه بهیر باید د افغانستان له نویو واقعیتونو سره متناسب وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه