یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسکاټ میلر:پر امریکایي ځواکونو هر ډول برید لویه تیروتنه ده.

سکاټ میلر:پر امریکایي ځواکونو هر ډول برید لویه تیروتنه ده.

ویب ډیسک
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان، کندهار کې د احمدشاه بابا پرهوایي ډګر له برید وروسته،خبر داری ورکړی چې پر امریکایي ځواکونو هر ډول برید لویه تیروتنه ده.

جنرال سکاټ میلر په یوه پیغام کې ویلي، تاوتریخوالي ته مخه کول تیروتنه ده او ایتلافي ځواکونو د بریدونو د مخنیوي او له ځان څخه د دفاع لپاره هر ډول وسایل او امکانات په واک کې لري.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ویاند ویلي،چې تیره ورځ د کندهار پرهوایی ډګر برید شوی،خو چاته پکې زیان نه دی اوښتی.
کندهار کې د احمدشاه بابا هوایي دهیواد په جنوب کې د نړیوالو او افغان ځواکونو تر ټولو ستر پوځي مرکز بلل کیږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه