یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهغني:افغانستان اسلامي جمهوریت د قوانینو په چوکاټ کې د رسنیو آزاد فعالیت...

غني:افغانستان اسلامي جمهوریت د قوانینو په چوکاټ کې د رسنیو آزاد فعالیت او لا پیاوړتیا ته ژمن

ویب ډیسک
د مطبوعاتو ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د جمهوررئیس محمداشرف غني په یوه خپره سوی پیغام کې ویلي چې

د مطبوعاتو ازادۍ نړیواله ورځ دې د رسنیو لویې کورنۍ او په ځانګړي ډول افغاني رسنیو او خبریالانو ته چې په سختو شرایطو کې د خلکو د خبرولو او پوهولو سپېڅلې دنده ترسره کوي، ډېره ډېره مبارک وي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د قوانینو په چوکاټ کې د رسنیو آزاد فعالیت او لا پیاوړتیا ته ژمن دی او له رسنیو هم غواړي چې په دې برخه کې خپل ملي رسالت په لا ښه توګه ادا کړي، ځکه د مطبوعاتو او بیان اوسنۍ ازادي د حکومت، زموږ د هیوادوالو او د رسنیو د کورنۍ د ځینو کسانو د کوښښونو او سرښندنو پایله ده او پر موږ ټولو یې درناوی لازم دی.

د بیان ازادۍ د لارې سپېڅلو شهیدانو ته د فردوس جنت د دعا ترڅنګ، نن یو وار بیا ژمنه کوم چې د شهیدو خبریالانو کورنیو ته به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو د کورنیو په څېر رسیدګي کېږي. د ولسواک، سوله ییز او خپلواک افغانستان او د مطبوعاتو ازادۍ د لا بنسټي کېدو په هیله.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه