ویب ډیسک
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني کندهار ته د خپل سفر په جریان کې نن له غرمې مخکې د یاد ولایت مشرانو، متنفذینو او د بېلابېلو اقشارو استازو سره د کندهار ولایت د غونډو په تالار کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
په پیل کې د کندهار والي روح الله خانزاده جمهوررئیس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال، د دهلې بند جوړولو، د تاریخي ابداتو او سیمې د ساتنې، ترچمن د اورګاډي پټلۍ جوړولو، د کرنیزو محصولاتو د خرڅلاو لپاره د هوایي دهلېز او الوتنو او برېښنایي تذکرو د وېش مرکزونو د زیاتوالي په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل.
نوموړي وویل، د ولسونو او دولت ترمنځ واټن کم، همغږي زیاته او خدمات ښه شوي دي. د فساد او غېرقانوني کړنو پر وړاندې جدي اقدامات شوي. د کندهار ولسونه د جمهوریت ملاتړي او د دهلې بند اړوند سیمې خلک د خپلو ځمکو قانوني استملاک ته چمتو دي.
د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د غونډې ګډونوالو ته د وینا پرمهال وویل، په ارغنداب کې د طالبانو جګړې خلک سخت زیانمن او د دوی په لارو، کورونو او کوڅو کې یې ماینونه ایښي. هغه زیاته کړه، د سولې په برخه کې زموږ دریځ څرګند دی او لکه جمهوررئیس چې ویلي، موږ دې قربانۍ ته چمتو یوو چې ژر تر ژره ټاکنو ته زمینه برابره کړو، ځکه واک موږ ته ملت راکړی.
جمهوررئیس غني دغې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل، ټول هیوادوال دې د افغانستان د سیاسي زړه د ډاډ، یووالي او اتفاق پیغام واوري. کندهار په نظام او جمهوریت درېدلی او د جمهوریت غېږ، حوصله او لمن ډېره پراخه ده.
جمهوررئیس وویل، کندهار ته د ښوونکو ورکړل شوي بستونه باید له څلورو میاشتو زیات وخت ونه نیسي. د میرویس روغتون اوسنی وضعیت د منلو نه دی، د صنعتي پارکونو او پانګونې د برخې ستونزې باید په اساسي توګه حل شي.
د هیواد جمهوررئیس د کندهار والي وړاندیزونو ته په اشارې وویل، احمدشاهي ساحه به بېرته احیا او خوندي او تر چمن د اورګاډي پټلۍ جوړه شي. د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر به لا چټک شي. د پوهنې، لوړو زده کړو او روغتیا برخې ته به پاملرنه زیاته شي.
جمهوررئیس د نړیوالو ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل، موږ تل دا خاوره ساتلې او بیا یې هم ساتو. د افغانستان د امنیت، ابادۍ او عزت ساتلو لپاره ولس زموږ د ویاړلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ دی. د دوی د تجهیز، پالنې او روزنې او همدارنګه د اقتصادي او بشري مرستو په برخه کې د نړیوالو په ژمنو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
جمهوررئیس غني وویل، نن د دې وخت دی چې هر افغان پر خپل افغانیت، اسلامیت او جمهوریت ودرېږي.هغه زیاته کړه، موږ بې طرفه افغانستان غواړو، له پردیو جګړو ستړي یوو. خپل هیواد به په خپله ابادو. د سولې تامین سره به چټک پرمختګ راشي.
جمهوررئیس پاکستان ته په خطاب کې وویل، د ګټلو او که د بایللو سیاست انتخابوئ. ستاسو راتلونکی له موږ پورې تړلی، که د دوستۍ لاس راکړئ، نو ټوله منځنۍ اسیا مو چمتو کړې او د اباد افغانستان له لارې ستاسو لاسرسی ورته اسانه دی، خو که مو د بایللو سیاست چې د جګړې دوام دی غوره کړ، نو چې افغانستان اباد نه وي، منځنۍ اسیا ته به څنګه ورسېږئ؟
جمهوررئیس غني دېته په اشارې چې د امریکا او ناټوځواکونو وتلو د پاکستان ارزښت ډېر ټیټ کړی یو وار بیا پر سوله ییز حل ټینګار او پرطالبانو غږ وکړ چې د سولې لاره اختیار او د هیواد په ابادۍ کې چې تر ټولو اوچت دی برخه واخلي.
محمداشرف غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، د ارغنداب په ګډون به د کندهار ټولو ولسوالیو ته رسیدګي وشي. د دهلې بند د جوړولو ستونزه د پیسو نشتوالی نه، بلکې د استملاک د مسالې حل دی او په دې برخه کې به ژر اقدامات وشي.


