ویب ډیسک
کابل – بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي محمد حنیف اتمر په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د استونیا له ولسمشرې، آغلې کریستی کالیولاید سره وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لورو د افغانستان سولې بهیر بریا او د سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې، په ځانګړي ډول له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د همکاریو پر دوام باندې خبرې وکړي.
ښاغلي اتمر د اروپااتحادیې، ناټو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په چوکاټ کې له افغانستان سره د اسټونیا له همکاریو اوقربانیو څخه ستاینه وکړه او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ٢٥١٣ پريکړه ليک په پلي کولو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غير دایمي غړی په توګه، د استونیا رول خورا ارزښتناکه وباله.
بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د اوربند په خوندي کولو، د سولې خبرو اترو بریا، له ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړيکو په پرې کولو او د تيرو دوه لسیزو ګډو لاسته راوړنو په ساتلو کې د دې پريکړه ليک پلي کول خورا مهم دي.
د کتنې په ترڅ کې، دواړو لوریو د ٢٥١٣ پریکړه لیک د بشپړ او ګام په ګام پلي کیدو لپاره د یو اغیزمن تطبیق میکانیزم په جوړولو هم بحث او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه او د ګډو ګواښونو په له منځه وړلو کې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو د دوام په اړه، خبرې وکړې.
همداراز، د استونیا ولسمشرې په بیلابیلو برخو کې له افغانستان سره د همکاریو دوام ته د خپل هېواد ژمنې په ټینګار سره، وویل چې د همکارۍ په نوي فصل کې به موږ د افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړو خو د چارو رهبریت به د افغانستان په لاس کې وي.
اغلې کالیولاید زیاته کړه چې د هغې د اوسني سفر یو له اصلي موخو څخه له افغانستان سره په راتلونکي کې د همکاريو د پراختیا د لاروچارو لټول دي.


