دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونه:د سولې د رامنځ ته کولو لپاره باید په افغان هڅو...

ملګري ملتونه:د سولې د رامنځ ته کولو لپاره باید په افغان هڅو کې هیڅ ډول سستي را منځ ته نشي.

پښتو جرنل
دافغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز په دوحه کې له افغان خواو او نړیوالو همکارانو سره د بین الافغاني مذاکراتو د پیاوړتیا لپاره د یوې مناسبې لارې د موندلو په موخه خپلو څو ورځنۍ مشورې نن پای ته ورسولې.

د افغانسستان د سولې خبرو اترو د ملاتړ په تړاو به هیڅ ډول ځنډ نه رامنځ ته کیږي. ملګري ملتونه به د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو له استازو سره خپلې ښکیلتیا ته دوام ورکړي ترڅو د سولې پرهڅو او یوتلپاټې او عادلانه ټیکاو خپل تمرکز وساتلی شي.

د استانبول کنفرانس ځنډیدو افغان غاړو ته یو بل فرصت برابر کړچې د دوحې په روانو خبرو اترو کې پرمختګ وښيي. د سولې د رامنځ ته کولو لپاره باید په افغان هڅو کې هیڅ ډول سستي را منځ ته نشي.

ملګري ملتونه به په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او د افغان سولې د ملاتړ په برخه کې خپلې ښکیلتیا ته دوام ورکوي. د ملګرو ملتونو بې پرې توب او امکانات د افغانانو او د سولې په برخه کې د بوختو نړیوالو فعالینو په ځانګړي توګه د سیمې د هیوادونو په اختیار کې دي.

یوناما به له افغان ښځو، ځوانانو، رسنیو، د جګړې له قربانیانواو مدني ټولنو سره خپل کار ته دوام ورکړي چې د یوې ټول شموله سولې د رامنځ ته کیدو په برخه کې ددوی ملاتړ وشي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه