سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍترمپ وایي، جوبایډن باید ټول هغه جنرالان له دندې ګوښه کړي وای...

ترمپ وایي، جوبایډن باید ټول هغه جنرالان له دندې ګوښه کړي وای چې د افغانستان په مسله کې ښکېل وو.

ويب ډيسک

‏د امریکا پخوانی ولسمشر، ډونالډ ترمپ وایي، جوبایډن باید ټول هغه جنرالان له دندې ګوښه کړي وای چې د افغانستان په مسله کې ښکېل وو.

ډونالډ ټرمپ له جوبایډن سره لومړنۍ ټاکنیزه مناظره کې دغه راز ښاغلی بایډن د امریکا تر ټولو “بد ولسمشر” یاد کړ او په خبره یې که نوموړی د امریکا ولسمشر پاتې شي نو امریکا به له لمنځه یوسي.

‏د امریکا پخوانی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وایي، ولسمشر جوبایډن هغه کس و چې خپل سیاسي مخالفین یې تحقیرول.

سي ان ان په سټډیو کې له جوبایډن سره لومړنۍ ټاکنیزه مناظره کې ډونالډ ټرمپ زیاته کړه چې امریکا د بایډن د واکمنۍ پرمهال خپل شهرت له لاسه ورکړ.

خو جوبایډن د ډونالډ ټرمپ دغه څرګندونې بې اساسه وبللې.

بل لور جوبائډن ټرمپ ته په ځواب کې وویل چې

‏د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، له افغانستان څخه د تخلیې پر مهال یې سلګونه زره افغانان او خپل ځواکونه په خوندي ډول را ایستلي دي.

نوموړي دغه راز ویلي چې د ټرمپ په واکمنۍ کې د القاعده ډلې غړي امریکا ته راننوتل.

بایډن ویلي، ښایي ټرمپ د ناکامۍ په صورت کې د امریکا ټاکنې ونه مني.

د یادونې ده چې نن د بایډن او ټرمپ ترمنځ ټاکنیزه مناظره ترسره شوه، چې دواړو لوریو پر یو بل توندې نیوکې وکړې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه