دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍنن به د ایران د ولسمشرۍ ټاکنې پیل او میلیونونه ایرانیان به...

نن به د ایران د ولسمشرۍ ټاکنې پیل او میلیونونه ایرانیان به په کې برخه واخلي.

ويب ډيسک

ټاکل شوې چې نن به د ایران د ولسمشرۍ ټاکنې پیل او میلیونونه ایرانیان به په کې برخه واخلي.

په همدې حال کې په بېلابېلو هېوادونو کې د ایران په سفارتونو کې د رایې بهیر پیل شوی دی.

د ولسمشر ابراهیم رئیسي تر مړینې وروسته د ایران د ټاکنو کمېسیون د سرطان اتمه په دغه هېواد کې د ټاکنو نېټه وټاکله.

د یادونې ده چې رئیسي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان د روان کال په ثور میاشت کې د الوتکې د نسکورېدو پېښه کې ووژل شول.

 

ایران کې د ولسمشریزو ټاکنو له پیل سره سم؛ د یاد هېواد د ټاکنو مرکزي دفتر مشر، محمد تقي شاهچراغي وایي، په ایران کې دننه او بهر ۶۱ میلیونه، ۴۵۲ زره او ۳۲۱ کسان د رایې اچونې وړ دي.

ټاکل شوې چې د رایې اچونې بهیر نن سهار پیل او د ماښام تر شپږو به دوام وکړي.

نوموړی وایي، د ایران د کورنیو چارو وزارت واک لري چې د ټاکنو لپاره د رایې اچونې موده وغځوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه