ويب ډيسک
د امریکا پخوانی ولسمشر، ډونالډ ترمپ وایي، جوبایډن باید ټول هغه جنرالان له دندې ګوښه کړي وای چې د افغانستان په مسله کې ښکېل وو.
ډونالډ ټرمپ له جوبایډن سره لومړنۍ ټاکنیزه مناظره کې دغه راز ښاغلی بایډن د امریکا تر ټولو “بد ولسمشر” یاد کړ او په خبره یې که نوموړی د امریکا ولسمشر پاتې شي نو امریکا به له لمنځه یوسي.
د امریکا پخوانی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وایي، ولسمشر جوبایډن هغه کس و چې خپل سیاسي مخالفین یې تحقیرول.
سي ان ان په سټډیو کې له جوبایډن سره لومړنۍ ټاکنیزه مناظره کې ډونالډ ټرمپ زیاته کړه چې امریکا د بایډن د واکمنۍ پرمهال خپل شهرت له لاسه ورکړ.
خو جوبایډن د ډونالډ ټرمپ دغه څرګندونې بې اساسه وبللې.
بل لور جوبائډن ټرمپ ته په ځواب کې وویل چې
د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، له افغانستان څخه د تخلیې پر مهال یې سلګونه زره افغانان او خپل ځواکونه په خوندي ډول را ایستلي دي.
نوموړي دغه راز ویلي چې د ټرمپ په واکمنۍ کې د القاعده ډلې غړي امریکا ته راننوتل.
بایډن ویلي، ښایي ټرمپ د ناکامۍ په صورت کې د امریکا ټاکنې ونه مني.
د یادونې ده چې نن د بایډن او ټرمپ ترمنځ ټاکنیزه مناظره ترسره شوه، چې دواړو لوریو پر یو بل توندې نیوکې وکړې.


