یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان د امریکا د استازیو جرګې پر هغه پرېکړه‌لیک انتقاد کړی

پاکستان د امریکا د استازیو جرګې پر هغه پرېکړه‌لیک انتقاد کړی

ويب ډيسک

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د امریکا د استازیو جرګې پر هغه پرېکړه‌لیک انتقاد کړی چې په پاکستان کې د فبرورۍ د میاشتې په عمومي انتخاباتو کې یې د بې نظمیو د ادعاوو په اړه د یوې خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې ده.

 

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې دغه انتخابات چې په نتیجه کې یې هېڅ یو ګوند ونه توانېد چې په یوازې توګه اکثریت ترلاسه کړي، له تاوتریخوالي، د ټیلیفوني او نورو ټولنیزو شبکو د بندېدو او د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان د ګوند له‌خوا د درغلیو له ادعاوو سره مله وه.

 

خو د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون دغه ادعاوې رد کړي دي.

 

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د پاکستان جیونیوز ته ویلي چې د امریکا متحده ایالات حق نه لري چې د پاکستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي یا په دې اړوند کومه فیصله صادره کړي.

 

هغه ویلي چې دغه پرېکړه‌لیک چې د سې شنبې په ورځ تصویب شوی، هېڅ ارزښت نه لري، خو د عمران خان ګوند د هغه هرکلی کړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه