یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخواجه آصف وايي :د افغانستان خاوره د هوکړې خلاف د پاکستان پر...

خواجه آصف وايي :د افغانستان خاوره د هوکړې خلاف د پاکستان پر ضد کارول کېږي

ويب ډیسک

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د دوشنبې په ورځ اسلام‌اباد کې د پاکستان ملي امنیت شورا له ناستې وروسته جیو نیوز ته ویلي، که څه طالبانو اسلام‌اباد سره ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي خو داسې نه ده.

خواجه اصف همداراز ویلي، پاکستان کې ۵۸ سلنه ترهګریزې پېښې خیبر پښتونخوا کې ترسره کېږي او یو شمېر یې بلوچستان کې، خو په سند او پنجاب کې بیا دا پېښې لږي دي.

د پاکستان دغه جګپوړي چارواکي ځکه د ترهګریزو پېښو کچه خیبر پښتونخوا کې لوړه یاده کړې چې له افغانستان سره پر نږدې پوله پروت دی.

له دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله ويلي ؤ، هېواد يې د نړيوالو قوانينو پر بنسټ افغانستان خاوره کې د خپلو مخالفينو پر ضد د پوځي عملياتو ترسره کولو حق لري، چې د طالبانو دفاع وزارت یې ځواب کې وویل، افغانستان لا وارثه نه دی، او دوی د هېواد له ځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع ته چمتو دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه