دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد اوکراین پوځیانو له لورې توغول شوي څلورو توغندویو ۶۳ روسي پوځيان...

د اوکراین پوځیانو له لورې توغول شوي څلورو توغندویو ۶۳ روسي پوځيان وژلي دي.

ويب ډیسک

په دونڅک سیمه کې روسیې پوځیانو ته هغه مهال درنه مرګ ژوبله اوښتې چې اوکرايني ځواکونو د روسیې پوځ پر موقتي اډه د توغندیو برید وکړ.

د روسیې د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اوکراین په ختیځ ماکیفکا سيمه کې د دغه هېواد د پوځي ځواکونو موقتي اډه څلور توغندي ویشتل شوي چې له امله ېې ۶۳ روسي پوځيان وژل شوې دي.

د روسيې دفاع وزارت د اعلاميې له مخې، کيف پر دغه موقتي اډه په امريکايي هيمارس راکټونو ويشتل شوې ده.

مسکو همداراز اعلان کړی دی چې د روسیې هوايي دفاع توانېدلې چې دوه توغندي شنډ کړي.

ګڼو رسنیو د مسکو له خوا په یوه برید کي د دومره شمېر روسي سرتېرو وژل کېدل بې ساري بللي دا ځکه چې روسیې تر اوسه په ندرت سره د خپلو پوځیانو د تلفاتو په اړه څه ویلي.

بله خوا د اوکراین پوځ د روسیې دفاع وزارت د وژل شویو روسي پوځیانو شمېر ۴۰۰ ښودلی دی او ويلي يې دي چې ۳۰۰ نورو ټپيان شوي دي.

د جرمني چينل ۱ تلويزيون د تاګس شاو خپروني په حواله وژل شوي روسي سرتېري تازه دمي سرتېري وه چې په دې وروستيو کې د ولاديمير پوتين په امر د روسېې په پوځ کي جلب شوي وه.
ویل کیږي دغه پوځیان د نوي کال د لمانځلو په موخه د يوې پوهنځۍ په سیمه کي چې د روسي پوځیانو په واک کي وه په نښه شوي دي.
له برید وروسته خپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې یوه نړېدلې ودانۍ ښيي.
ویجاړ شوې ځای د مهماتو یوه ګدام ته څیرمه موقعیت درلود چې له امله ېې درنه چاودنه رامینځ ته شوې او د رویټرز خبري آژانس په وینا ښايي یو شمېر پوځیان لا هم تر چپه شوې ودانۍ لاندې وي.

ویل کیږي چې د اوکراین پوځ د ګرځنده ټلیفون ډیټا د لوړ ترافیک له امله له دې ځای څخه خبر شوی وو.

د جنورۍ پر دویمه د اوکراین پوځ لوی درستیز اعلان وکړ چې روسیې د فبرورۍ له ۲۴مې پر اوکراین د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه تر خپل ۱۰۷ زره ډېر پوځیان له لاسه ورکړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه