پښتو جرنل
د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد نديم په خپل ټويټر پاڼه د ښځینه زدکړو په هکله نوې څرګندونې کړې هغه وايي
افغانستان شاوخوا ٤٠ میلیونه نفوس لري، چې نیمایي برخه یعنې ٢٠ میلیونه یې نارینه دي، که چېرته دا شل ميليونه کسان کار او زدکړې وکړي او د وطن په ابادولو کې برخه واخلي، نو پاتې برخې یعنې ښځو ته به د کار او زدکړو کولو حاجت پېښ نشي.
هغه زياتوي اسلام د ښځې نفقه پر نارینه فرض کړې او عقل هم دا تقاضاکوي چې نر دې کار وکړي نه ښځه.
هغه وايي د اسلامي امارت عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د نن عصر لوی فقیه او محدث دی، او هره پرېکړه یې حکیمانه، او د قرآن او حديث پر بناء ده.


