کتاب څېړونکی: کليم الله کاکړ
د کتاب نوم – د پښتنو په هکله د ختيځ پوهانو اندونه او انځورونه
کتاب ليکونکی :ډاکټر برکت شاه کاکړ
انسان هر کله په دې هڅه کې وي چي دی د پخواني تاريخ څيړنه وکي او ټول هغه لاملونه چي کبله يې پخواني خلکو او قامونو ته زيات زيان رسېدلی وي او دوی له هغه رکم کړو وړو څخه ډډه وکي او هغوي له تجربو څخه ګټه واخلي. که څه هم ژوند ډير ظالم دی او د ظلم تجربه به حتماً درباندې کوي . نو زیرک کس يا قام هغه وي چي د بل له تجربو څخه زدکړه وکړي او د ژوند و ظلم ته ماته ورکړي.
نن د پروند پيداوار دی ، سبا به د نن پيداوار وي . دا هيڅ کله سره بېلېدای نه سي . خو له بده مرغه ډير کم خلک يا قامونه له تاريخ څخه ګټه نه واخلي او وار په وار په ژوند کې ترخه وختونه په خپل لاس په خپل تقدير کي نوشته کي. فريدريک هېګل وايي، “مونږ له تاريخ څخه زده کړه کړې ده چي مونږ له تاريخ څخه زده کړه نه ده کړې.”
ياد کتاب ډير په يو ترتيبي ډول (Chronological order) ليکل سوی دی چي ليکوال اول پکي يو داسې انځور جوړوي چي څنګه او ولي يو قام د بل قام و خاړي ته د غلامۍ توک ور اچوي او څرنګه خپله باداري پرې ساتي. او بيا د يورپ د جهالت دوره بيانوي ، بيا د يورپ د تيارو څخه د رڼا وه خواته تګ راښيي او بيا د امپراتورۍ دور ته راځي او بيا ټول اندونه چي د پښتانه په اړه څرګنده شوي وو هغه ته وار په وار اشاره کوي. چونکې دا ټول کتاب د امپراتورۍ په مکام او زمان (context) کي ليکل شوي دي. ليکوال لومړي د لوېديځ (Western) بلخصوص د يورپ (Europe) يو لنډ خوندي تاريخ ليکي چي په لومړي ځل د فلسفې د علم څرک په پخواني يونان کي موندل کېږي او دوی ته د جنګ ، سياست او ټولنيز ژوند انځور رومن امپراتورۍ ور کړی. د رومن امپراتورۍ د نسکورېدو بس بيا تر صنعتی انقلاب پوري چي ورته منځنی دور ( medieval Period) ويل کيږي ليکوال ورته “د يورپ پر اسمان د زړ کلنۍ تروږمۍ” نوم ورکړی دي. چي په دې دوره کې يورپ تر ډيرو تیارو لاندې وو چي د پوپ ( مذهبي پوهه) خبره به د خدای خبره ګڼل کېده. د وخت د ظالم باچا ظلم ته به دوئ د خدای د امتحان نوم ورکاوه. باچا ته به د خدای له اړخه را ليږل شوي سړی ګڼي. د باچا هر غير انساني کار ته به د وخت پوپ مذهبي لاره هواروله. د امپراتورۍ ټول معاملات به د چرچ د خلګو( Clergy) سره ول.

له دي پس په اول ځل په ايټاليا کې نشاتِ ثانیه (Renaissance) راځي او د جوړ شوی نظام پر ضد يې کار پيل او داسي په انګلستان او فرانسې کي پاڅونونه وسو. دا يو شعوري انقلاب وو پکار خو دا وو چي انساني او اخلاقي بڅرکي ځني پورته سوي وائ خو دوئ (انګلستان ، اټاليا او فرانسه) ځان د تاريخ پر ورکو د تور داغو په شکل ثبت کړ. دوي پر ټوله نړۍ را خواره شول چي نور قومونه په خپله غلامۍ کي وساتي او د خپل صنعت د غلامانو په وسائلو وچلي او ورسره به يې ډير ظلم هم پر کوو. د يو شاعر په قول ؛
څیري دي ګریوان مزدورہ شونډي دي چاودلي دي داد محــــلونـــو ډیــــوې ستــــا په وینــو بلـــي دي
دوئ چي کله خپلي امپراتورۍ جوړي کې ، نو د ځايي خلکو د بغاوت له ويري به يې مختلفي ستراتيژياني جوړلې تر څو د ځايي خلکو په دماغونو کي دا خبره ور واچوي چي دوئ (سپين پوستي) تر ځايي خلکو ډير علاوه دي . دوئ په په شعوري توګه له ځايي خلکو سره داسي چلن کوو چو د هغوي ماشومانو په وليدله نو به يې ټول عمر ده هغوي اثرات پر دماغ وو او له دماغ څخه به يې د آزادۍ او څوکالۍ فکرونه مړاوي شول ، داسي اثراتو ته يو مشهوره ارواپوهه سيګمنډ فرائډ ( Sigmund Freud) د (Psychoanalysis) نوم ورکړی دی او فرانز فينن (Franz Fanon) په خپل کتاب ( The wretched Of The Earth ) کي هم اشاره ورته کړې ده.
په دې کتاب چونکې په خالصه توګه د پښتنو په اړه د ختيځ پوهانو او په خصوص د فرنګيانو اندونه څرګند شوي دي. فرنګي خو چي د پښتانه خاوره ته راځي نو پښتون يې په اسانه غلامي نه مني نو دوئ په بيلابيلو نومونو پښتانه انځور کوي تر څو دوئ پر دې سيمه د حکومت کوولو نقلي جواز جوړ کړي. کله ورته د وحشي په نامه وايي کله د جاهل په نامه او داسي ډير نومينه ورته کاروي. په دې کتاب کې د بیخي ډيرو ختیځ پوهانو اندونه او نظرونه را نقل شوي دي. په دې کي د اليفسټن (Mountstuart Elphinstone) ذکر اړين بولم. دا سړی د انګلستان څخه د دې کار دپاره را وليږل شو چي د پښتنو او افغانستان په ټوله کړه وړه دي سر خلاص کي او رپوټ دي وه فرنګي ته ور کړي تر څو به دوئ ته پښتانه تر خپل تسلط لاندي راوستل ډير اسانه شي. نو ده د همکارانو په مرسته يو ډير لوئ رپوټ جوړ کړي چي په هغه کي د پښتنو د ژوند هر اړخيزه څېړنه شوې وه او هغه ته يې د کتاب شکل ورکړي چي نوم يې (An Account of the Kingdom of Caubul) ورکړي چي ورته د پښتون شناسۍ بائبل هم ويل کيږي.
امپراتوري قوتونه د هر هغه قام ستاينه کړې ده چي وه دوئ ته وفاداره پاتې شوی وي او هر هغه قام ته په بده وايي چي د دوئ د نا جائزه حکومرانۍ منلو څخه يې انکار کړی وي او د خپل قام يا وطن په دفاع کې د دوي و مخ ته په کلکه درېدلي وي چي دوئ ورته د (Noble sevage) ټکي کارولو چي دا هغه خلک چي د دوئ چاپيريال وحشیان کړي دي هغه په خپل ځان کي د يو ښه انسان خويونه لري او مونږ (فرهنګيان) له دوئ څخه ښه انسانان جوړول غواړي.
پرنګيانو يو بله نظريه (Martial race theory) کي دا وائي چې بعض قامونه جنګي ماغزه لري او دا د دوئ په فطرت کې وي . چي په دې کي دوئ د سرحد د پښتنو (اوسني خيبر پښتونخوا) ، د پنجاب د سيکهانو او د نيپال (ګورکيانو) هندوانو نومنه ياد کړي دي. دا دوي ځکه ورته ويل ځکه دا خلک دوئ ته ډير وفاداره ول او د جنګ په ميدان کي د دوئ د پاور وړ خلک ول.
کره کتنه ؛
1 – په دې کتاب کي يواځني د فرنګي ختيځ پوهانو اندونه څرګند شوي دي او هغه هم اکثره هغه پوهان چي په شعوري توګه يې د امپراتورۍ د ګټو لپاره يې د پښتانه ډير بې خوله او ویرونکي انځورونه وړاندې کړي دي.
2 – په دې کتاب کې ډير تورونه چي ختيځ پوهانو په پښتنو پوري کړي دي د هغه جواب يا سپيناوی نه دي شوي ، د مثال په توګه چي د مارشل ريس تيوري کي د پښتانه قام نوم هم سته چي پښتانه وه فرنګي ته وفادار پاتې شوی دی او ويکټوريا کراس (فرنګي عسکري انعام) هم وه پښتون خدايداد نومي کس ته ورکول شوي دي . د دې سپيناوی پکار وو چي کله او کوم خاص خلک و فرنګي ته وفادار پاتې شوی وو.


