دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدفرهاد او شیرینې دمینې کیسه

دفرهاد او شیرینې دمینې کیسه

لیکنه:ډاکټر لطیف یاد

بادشاهانو که قصرونه کړل آباد
ما دعشق عمارتونه کړل بنیاد
نوم دکوم یوه بادشاه هسې یادیږي
لکه نوم دی دشیرین او دفرهاد
(رحمان بابا)
دعشقي او دمینې له کېسو نه یوه هم دشیرین او فرهاد کیسه ده چې زیاتره په فارسي ، ترکي ، هندي ، اردو او پښتو ژبو هم لیکلې شوې ده او فلمونه هم ترې جوړ شوي دي.
په فارسي ژبو شاعرانو کې دغه کېسه وحشۍ بافقي (۹۳۹-۹۹۱هجری )، وصال شیرازي (۱۱۹۷-۱۲۶۲هجری -قمری) او صابر شیرازي ددیارلسمې هجري پیړۍ په دویمه نیمایي کې په نظم سره لیکلی ده.

دافسانوي روایتونو پر بنسټ فرهاد له شیرینې سره مینه درلودله ، خو پر هغې یو بل شهزاده هم مین و چې خسرو نومید .ددې لپاره چې خسرو ، فرهاد له دغې مینې بې برخې کړي نو خپل نږدې سلاکاران اومشاورین یې راو غوښتل چې په دې اړوند له دوی سره سلا اومشوره وکړي .

دده مشاورینو اوسلاکارانو ورته وویل که دې فرهاد مړ کړ نو یو بې ګنا ه انسان به دې وژلي وي ، نو ښه به داوي چې ده ته ډیرې پیسې. دولت او سره زر ورکړې څو دی دشیرینې له مینې لاس په سر شي . خو مینه مینه ده دفرهاد دزړه نه دشیرینې مینه هیڅکله هم دپیسو په ورکولو نشوه اخیستل کیدلی او هماغه و چې فرهاد داخبره ونه منله.

وروسته بیا خسرو له خپلو سلاکارانو اومشاورینو سره ددویم ځل لپاره سلا مشور وکړه او هغو ورته وویل چې ده ته یو داسې سخت او ناشونی کار ورپه غاړه کړه چې کلونه کلونه پرې اخته وي او ترسره کولي یې هم نشي او په دې ډول به هغه دشیرینې له مینې لاس په سرشي .

خسرو چې پخپله هم پر شیرینې سخت مین و نو ده ته یې وویل تاته یوه ستره دنده درکوم که دغه کار دې تر سره کړ او پکې بریالی شوې نو شیرینه به ستا وي او ته کولي شې چې واده ورسره وکړې .

خسرو فرهاد ته وویل : سرله ننه به دغه غرسوری کوې که د اکار دې تر سره کړنوشیرینه به ستا وي.
فرهاد چې دکلک هوډ او عزم خاوند و او هم دشیرینې مینه یې له زړه نه وتله دغه سخت کار ته یې ملا وتړله او د غره دسوري کولو کاریې تقریبا مخ په بشپړیدو و . خسرو پو شو چې فرهاد دپیاوړي هوډ څښتن دی اوپه خپل کار کې بریالی کیږي نو دا ځل یې خپل نږدې کسان ده ته ورولیږل او په درواغو یې ده ته داخبر ورکړ چې ستا مینه شیرینه مړه شوې ده ، فرهاد ددې خبر په اوریدو سمدلاسه خپله هغه تیشه چې غریې پرې سوری کاوه پر خپل سر ووهله او ځان یې حق ته وسپاره اومړ شو او دی پخپله مینه کې نا کام شو.

محبت کې دشیرینې ناخبره وم
دفرهاد دتیشې واری مې پر سر راغی
باید زیاته کړم چې دغه کیسه په پښتو ژبه هم لیکل شوې ده او لیکوال یې طالب ولی محمد دی چې په ( ۲۰۱۸) زیږدیز کال یې چاپ کړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه