ويب ډیسک
د افغانستان د خبريالانو مرکز د طالبانو له بند څخه د فيض الله فيض بخش په نوم يوه ازاد خبريال د خوشي کېدو خبر ورکړى٠
ياد مرکز نن چهارشنبه ويلي چې دغه افغان خبريال پنځه مياشتې مخکې په کابل کې د طالبانو حکومت لخوا نيول شوى و٠
د افغانستان د خبريالانو مرکز د طالبانو حکومت لخوا د ياد افغان خبريال د خوشي کېدو هرکلى کړى او د يوه خبريال پر خوشي کېدو يې هم ټينګار کړى دى٠
دغه مرکز تيره ورځ په هرات ولايت کې د طالبانو له بند څخه د خالد قادري په نوم يوه بل ازاد خبريال د خوشي کېدو خبر هم ورکړى و٠
دغه خبريال يو کال مخکي په هرات ولايت کې د طالبانو لخوا بندي شوى و٠
د طالبانو حکومت تر دامهاله پدې اړه څه نه دي ويلي٠


