دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍجوبایډن: پوتین باید نور په واک کې پاتې نه شي ''

جوبایډن: پوتین باید نور په واک کې پاتې نه شي ”

ويب ډیسک

د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، کله چې ولسمشر جو بایډن وویل، ”ولادیمر پوتین باید نور په واک کې پاتې نه شي ” هدف یې د رژیم بدلون نه و.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي وايي په خبره، د ولسمشر هدف دا و، چې پوتین ته اجازه نه شي ورکول کېدای چې په پر خپلو ګاونډیانو او سیمه کې د واکمنۍ چلولو تمرین وکړي.

له دې مخکې د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کریملین د نوموړي دې څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، ”دا د بایډن کار نه دی – د روسیې ولسمشر روسیانو ټاکلی دی. ”

له دې مخکې د امريکا ولسمشر جوبايډن د پولنډ پلازمېنه وارسا کې وويل، چې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين په واک کې نشي پاتې کېدی او په اوکرايين کې جګړه يې د مسکو لپاره ستراتيژيکه ناکامي وبلله.

د ښاغلي بايډن له دې وينا چې اوکرايين کډوالو ته يې کوله د کرملين وياند ديمتري پسکوف وويل، دا بايډن پورې اړه نه لري چې پرېکړه وکړي، د روسیې ولسمشر د روسانو له خوا ټاکل شوی دی.

یاده دې وي چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن، چې د اروپا په سفر بوخت دی، د شنبې پر ورځ پولنډ کې د اوکرایین بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره وکتل.

په وارسا کې د امریکا ولسمشر جوبایډن د خپلې وینا په بله برخه کې د روسیې خلکو ته وویل، چې د سړې جګړې له اوج راهيسې یې له لسیزو د روسیې له مشرانو سره ګډ کار کړی دی.

نوموړي وويل، “ما تل له تاسو روسي خلکو سره مخامخ او صادقانه خبرې کړې دي. اجازه راکړئ دا ووايم که تاسو غوږ شئ. تاسو روسي خلک زموږ دښمنان نه ياست. زه باور نه لرم چې تاسو د بې ګناه ماشومانو، نيکونو او نياګانو د وژلو ملاتړ نه کوی، تاسو په روغتونونو، ښوونځیو او د زیږون په کلينکونو بمبارۍ نه منئ، یا د محاصره شويو ښارونو اکمالاتو بندول چې د اوکرايينو د تسلمېدو لپاره ترې کار اخيستل کېږي سره موافق نه ياست.”

نوموړي زياته کړه “په میلیونونو کورنۍ، چې اوکراییني ماشومان په کې شامل دي، له خپلو کورونو شړل شوي دي. دا د یوه ستر ملت کړنه نه ده.”

سپینې ماڼۍ بيا کرملين ته ځواب کې ویلي، د بايډن مطلب دا و چې د روسيې ولسمشر نشي کولی له خپل واکه د سيمې هېوادونو د برخليک ټاکلو لپاره کار واخلي.

ښاغلي بایډن د اوکراییني خبریالانو او پناه غوښتونکو په مخ کې خپل روسي سیال “قصاب” بللی و، چې کرملین یې په ځواب کې ویلي، دا ډول الفاظ “د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بیا رغولو لارې خرابوي”.

بایډن د خپلې وینا په پای کې پوتین ته په اشارې سره وویل، “د خدای لپاره، دا سړی نشي کولی په واک کې پاتې شي.”

ولسمشر بايډن زياته کړه، اوکرايين او د هغه خلک د خپل هېواد د ژغورلو لپاره جګړه کوي او زياته يې کړه موږ بايد ريښتين واوسو، دا جګړه په څو ورځو يا مياشتو کې نشي ګټل کېدی، موږ بايد يوې اوږدې مبارزې ته چمتو و اوسو.

د بي بي سي پښتو نه په مننه

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه