یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍیوې امریکایي ورځپاڼې ادعا کړې چې ولسمشر ټرمپ د ایران پر ضد...

یوې امریکایي ورځپاڼې ادعا کړې چې ولسمشر ټرمپ د ایران پر ضد جګړه پای ته رسول غواړي.

ویب ډیسک

یوې امریکایي ورځپاڼې ادعا کړې چې ولسمشر ټرمپ د ایران پر ضد جګړه پای ته رسول غواړي.

امریکایي ورځپاڼې د ټرمپ د ادارې د یوه چارواکي له قوله ویلي چې ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي، هغه غواړي پرته له دې چې د هرمز تنګی پرانستل شي، جګړه پای ته ورسوي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، ولسمشر ټرمپ غواړي چې د هرمز تنګي د پرانستلو پېچلی عملیات وروسته ترسره کړي.

یاده دې وي چې تېره ورځ امریکایي ولسمشر ګواښ کړی و، که تړون ونشي او د هرمز تنګی ژر پرانستل نه شي، نو د ایران د برېښنا تولیدوونکي فابریکې، د تېلو څاګانې او د اوبو د پاکولو ټول پلانټونه به ویجاړ کړي.

امریکایي ولسمشر دا هم ویلي وو چې موږ له نوو کسانو سره خبرې اترې کوو، او دا نوي کسان تر اوسه د پخوانیو په پرتله ډېر معقول ثابت شوي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کیرولین لیویټ هم ویلي وو چې د ایران د جګړې په اړه ښې خبرې روانې دي او ایران د امریکا له ځینو وړاندیزونو سره موافقه کړې ده

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه