ویب ډیسک
د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د متنازع ټویټ په اړه پر فاسټ بالر نسیم شاه ۲ کروړه روپۍ جریمه لګولې ده.
د پي سي بي په وینا، پر نسیم شاه دا جریمه د مرکزي قرارداد د سرغړونې له امله لګول شوې ده.
پي سي بي د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۲۷مه نېټه یو شوکاز نوټس جاري کړی و، چې پکې د سرغړونو یادونه شوې وه او له نسیم شاه څخه وضاحت غوښتل شوی و.
د نسیم شاه ځواب تر لاسه کېدو او د هغه له ارزونې وروسته، د مارچ په ۳۰مه نېټه درې کسیزې انضباطي کمېټې د قضیې اورېدنه وکړه. د هغه د دریځ تر ارزونې وروسته، کمېټې پرېکړه وکړه چې که څه هم نسیم شاه بې قیده بښنه غوښتې، خو بیا هم هغه د مرکزي قرارداد د څو مادو د سرغړونې مرتکب بلل شوی، نو پر هغه ۲ کروړه روپۍ جریمه ولګول شوه.
د پي سي بي په وینا، نسیم شاه خپل د ټولنیزو رسنیو سلاکار له دندې ګوښه کړی دی، او پي سي بي به دغه سلاکار تور لېست ته هم شامل کړي، تر څو راتلونکي کې د پي سي بي تر واک لاندې له هېڅ لوبغاړي سره کار ونه کړي.
پي سي بي یو ځل بیا ټینګار کړی چې دوی د مسلکي معیارونو، د قراردادونو د پابندۍ او د لوبې د شهرت د ساتلو لپاره ژمن دي.


