ویب ډیسک
د ترکیې پولیسو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دوی د شرناک ښار په انداچ کلي کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۴ افغان کډوال نیولي دي. پولیسو د دغو کډوالو د قاچاق او غیرقانوني لېږد په تور درې کسان هم نیولي او قضایي چارواکو ته یې معرفي کړي دي.
د ترکیې پولیسو تېره ورځ(دوشنبه، د مارچ ۳۰مه) اعلان وکړ، شکمن کسان د اداري او قضایي پروسو له بشپړولو وروسته زندان ته لېږدول شوي، او د ترکیې پولیسو ویلي، چې د شپږو نورو شکمنو کسانو د نیولو عملیات لاهم روان دي.
د اداري پروسیجرونو له بشپړولو وروسته، افغان کډوال هم د شرناک ښار د کډوالو د راستنېدو مرکزونو ته لېږدول شوي ترڅو افغانستان ته وایستل شي.
افغانان په ترکیه کې د بندي شویو کډوالو په لېست کې په سر کې دي. د هېواد پولیسو په تېرو دریو میاشتو کې شاوخوا ۸ زره افغان کډوال نیولي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت مخکې اعلان کړی و چې د غیرقانوني کډوالو د پېژندلو، بندي کولو او شړلو عملیات به په ټول هېواد کې دوام وکړي.


