ویب ډیسک
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي اعلان وکړ چې د اسلامي انقلاب د رهبر آیتالله سید علي خامنهاي د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې له شهادت وروسته، د اساسي قانون له مخې به نن یوه لنډمهاله مشرتابه شورا جوړه شي.
علي لاریجاني د یکشنبې په ورځ له دولتي ټلوېزیون سره په خبرو کې وویل چې د ایران ملت په خپل حضور سره د امریکا او صهیونیستي رژیم پلانونه شنډ کړي دي.
هغه وویل چې د ایران ملت د خپل یووالي او سیاسي پخوالي په ساتلو سره د امریکا او اسرائیلو دسیسې خنثی کړې او هغه جادو یې مات کړ چې دښمنانو د ایران د تجزیې او ړنګېدو لپاره طرحه کړی و.
لاریجاني زیاته کړه چې د اساسي قانون له مخې، د رهبر د نه شتون په حالت کې د هیواد د راتلونکې لپاره لازمې مادې موجودې دي. هغه وویل چې ډېر ژر به یوه لنډمهاله مشرتابه شورا جوړه شي.
د اساسي قانون د ۱۱۰ مادې ته په اشارې سره، لاریجاني څرګنده کړه چې که هېواد بې له رهبره شي، نو ولسمشر، د قضایې قوې رئیس، او د اساسي قانون د شورا له فقیه غړو څخه یو تن ـ چې د مصلحت تشخیص شورا لخوا ټاکل کېږي ـ به په موقتي ډول د رهبر دندې پر غاړه واخلي، تر هغه چې نوی رهبر وټاکل شي.
هغه وویل چې دا اقدام به ژر تر ژره ترسره شي او د اساسي قانون له مخې د لنډمهالې مشرتابه شورا د جوړېدو بهیر نن تعقیبېږي.
د اسلامي انقلاب رهبر آیتالله سید علي خامنهاي د شنبې په ورځ د امریکا او اسرائیلو د ځواکونو په برید کې شهید شو.
آیتالله خامنهاي له ۱۹۸۹ کال راهیسې، د اسلامي جمهوریت د بنسټ اېښودونکي امام خمیني له وفات وروسته، د ۳۷ کلونو لپاره د ایران او د اسلامي امت مشري کړې وه.
د ایران وسلهوالو ځواکونو د امریکا او اسرائیلو د یرغل په ځواب کې، د اسرائیلو تر اشغال لاندې سیمو او په سیمه کې د امریکا پر اډو پراخ توغندیز او بېپیلوټه بریدونه کړي دي.


