ویب ډیسک
د فرانس خبري اژانس (AFP) له مخې، د هسپانیا د دفاع وزیر ویلي دي چې د هسپانیا حکومت د ایران پر وړاندې د احتمالي عملیاتو لپاره د امریکایي الوتکو پر مخ خپله فضایي حریم تړلی دی. همدارنګه یې واشنګټن ته د پوځي اډو د کارولو اجازه هم نه ده ورکړې.
د خبري اژانس د راپور له مخې، مارګریتا روبلس خبریالانو ته ویلي: «د هسپانوي اډو د کارولو اجازه نه ده ورکړل شوې، او نه هم د ایران جګړې اړوند د هر ډول عملیاتو لپاره د هسپانیا د فضایي حریم د کارولو اجازه شته.»
د راپورونو له مخې، د هسپانیا دغه پرېکړه د امریکا پوځي عملیات نور هم پېچلي کوي، ځکه چې بمبار الوتکې اوس اړ دي چې منځني ختیځ ته د تګ پر مهال خپل مسیرونه او لوژستیکي ترتیبات بدل کړي.
کارپوهان وايي چې دا پرمختګ ښايي د سیمې په روان کړکېچ کې د ډیپلوماتیکو او پوځي اړخونو له مخې نوې ننګونې رامنځته کړي.


